د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق او آداب(۸ برخه)

ابوبکر مهاجر

• له عبدالرحمن بن أبْزَی رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هر چا زیات بردبار، له هر چا زیات صبر کونکی او له هر چا زیات غصه قابو کونکی ؤ.
• له حضرت انس بن مالک رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې مونږ ناست ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد له دروازې څخه داخل شو، نجراني څادر یې تاو کړی ؤ. له شا ورپسي یو بانډیچي راغی او (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غاړي سره) د هغه د څادر د دواړو اړخونو د یو ځای کېدلو ځای یې ونیو او د ځان لور ته یې کش کړ، دومره په زور چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلي مرۍ ته ورجوخت کړ او د څادر (پنډو) حاشیو د هغه صلی الله علیه وسلم په غاړه مبارک کې ژور اثرات پرېښودل. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وکتل، ویې خندل او پوښتنه یې ترې وکړه چې مشکل دي څه دی؟ بانډیچي وویل: ای محمده!(صلی الله علیه وسلم) کوم مال چې ستا سره دی له هغه څخه یې ماته راکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته امر وکړ چې هغه ته مال ورکړئ.
• له حضرت ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې یو بانډیچي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د یو شي مرسته غوښتل. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ورکړ، بیا یې ترې وپوښتل: آیا ما نیکي درسره وکړل؟ بانډیچي وویل: نه، بلکي ښه دي هم ونه کړل. ابو هریرة رضي الله تعالی عنه فرمایي چې مسلمانان غصه شول او په سړي پسي راولاړ شول. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته اشاره وکړه چې منع شئ. عکرمه فرمایي چې حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ شو او خپل کور ته دننه شو، بیا یې بانډیچي وغوښت او ورته ویې ویل:ته مونږ ته راغلې، غوښتنه دې وکړه، مونږ درکړه او تا وویل هغه څه چې تا وویل.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم بانډیچي ته نور څه ورکړل او پوښتنه یې ترې وکړه: آیا ما نیکي درسره وکړل؟ بانډیچي وویل: هو! الله تعالی دي د اهل او کورنۍ له طرفه تاته خیر درکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته مونږ ته راغلې او غوښتنه دي وکړه، مونږ درکړل او تا وویل هغه څه چې ودي ویل. زما د ملګرو زړونه ستا په خبرو زهیر شول، که دي خوښه وي نو څه چې دي زما مخته وویل هغه د دوی مخته هم ووایه تر څو د هغوی له زړونو هغه خفګان او غصه لري شي. بانډیچي وویل: ښه دی. حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه فرمایي کله چې ماخستن یا صبا ورځ شوه، هغه بانډیچي راغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسي دا ملګری مونږ ته راغی، غوښتنه یې درلودل، مونږ ورکړل او ویې ویل هغه څه چې ویې ویل، ما هغه خپل کورته وغوښت او نور څه مي ورکړل او دی خوښ شو، آیا همداسي ده؟ سړي وویل: هو! الله تعالی دي د اهل او کورنۍ له طرفه تاته خیر درکړي. حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پوه شئ چې زما او دې بانډيچي مثال د هغه سړي په څیر دی چې اوښه یې درلودل او ترې وترهېدل، خلګ ورپسي شول خو له ترهیدني پرته یې نور څه پکي اضافه نه کړل. د اوښي څښتن خلګو ته غږ کړ: ما او زما اوښه سره پرېږدئ، زه دهغې سره نرم خوی او ښه پرې خبر یم. د اوښي څښتن مخامخ ور روان شو او د ځمکي یو څه خځلي یې ور واخیستې، ورو ورو یې راوبلل تر داسي چې هغه راغلل، نوموړي کښېنول او بیا یې وتړل. کله چې دې سړي وویل څه چې یې وویل که ما تاسي هغه وخت پرې ایښي وای نو تاسي به دا سړی وژلی وای.
دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close