حقاني (رحمه الله) مجاهد عالم، عالم مجاهد

مولوي صبغت الله وصيل

که يو څوک “کما حقه” د اسلام خدمت کول غواړي يا کوم مجاهد “علی بصيرة” جهاد کول غواړي، د مبارزې ميدان ته له رادانګلو او قربانۍ ورکولو ته له چمتو کيدلو سره سره بايد دعلم په وسله هم سمبال وي، مجاهد په ځانګړې توګه قائد او مشر يا بايد په خپله عالم وي او يا دعلماؤ خبرې واوري او اتباع يې وکړي ترڅو يې وسله او جهاد د اسلامي شريعت تابع وي نه د خواهشاتو.
علم او جهاد په خپل منځ کې سره متلازم دي لکه روح او بدن دي سره، هر يو يې بل ته اړتيا لري او ترمنځ يې بيلتون نشي راتلی، له علم څخه پرته جګړه په زمکه کې فتنې او فسادونه زيږوي.
همدغه راز يو عالم چې ځان د انبياؤ وارث بولي بايد زړور او مجاهد وي او د حق په لار کې له سرښندنې او قربانی څخه دريغ ونکړي، دا دين هم زده کړه غواړي هم ښوونه، هم يې نشر لازم دی او هم يې دفاع او ساتنه.
الله جل جلاله لکه څرنګه چې کتاب نازل کړی د کتاب ددفاع او ساتنې لپاره يې اوسپنه (وسله) هم نازله کړې.
قال الله تعالی: {لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ }الحديد25
له همدې امله زياتره حقپالونکو علماؤ د علم او جهاد ترمنځ حسن امتزاج کړی، دواړه ډګرونه يې پاللي، هم په علم کې نبوغ ته رسيدلي او هم يې د جهادي لښکرو مثالي قيادت کړی، هم يې د حي علی الصلاة او حي علی الفلاح اذانونه کړي، هم يې د حي علی الجهاد او حي علی الکفاح اذانونه، هم په ممبر دريدلي هم په سنګر کې ثابت پاتې شوي، هم يې قلم کارولی هم توره، هم يې دقلم په رنګ کښلي هم يې دتن په وينه، هم يې په علم او عبادت شپې رڼې کړي او هم ددين په خاطر ابله پښې په تروږميو کې مزلونه وهلي، هم يې علمي اثار او تصانيف ترشا پريښي هم يې د سرښندنو او اتلوليو اوږد داستان…..
لاندې په همدې اړه د يوه عالم د جهاد او د يوه مجاهد دعلم دوه مختصرې بيلګې ستاسې حضور ته وړاندې کوم، چې په دې دلالت کوي چې که همت لوړ وساتل شي د علم او جهاد دواړه ډګرونه په يو وخت پالل کيدای شي.
۱ـ احمد بن اسحاق السورماري رحمه الله د امام بخاري رحمه الله له شيوخو څخه ده، ثقه محدث، زاهد، عابد او مجاهد شخصيت تير شوی، او همدغه راز په شجاعت کې ضرب المثل ګرځيدلی.
حافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب تهذيب التهذيب کې ليکي: چې احمد بن اسحاق السرماري يوه ورځ خپله توره راوباسله او ويې ويل: په يقين سره ويلی شم چې ما په دې توره باندې زر (۱۰۰۰) تنه کافران وژلي، او که ژوندی پاتې شم زر تنه به نور هم پرې وژنم، او که له دې مې ويره نه لرلی چې بدعت به وي، نو ما به امر کړی وای چې له ما سره خښه کړل شي.
امام ذهبي په سير اعلام النبلاء کې دنوموړي د يو لړ اتلوليو له ذکر کولو وروسته کاږي، ددغه غازي اخبار د مسلمان زړه ته خوښي وربښي.
وړاندې وايې: نوموړی رحمه الله له بې کچې زړورتيا برسيره له باعمله عبادو علماؤ څخه و.
۲ـ اصول پوه عالم حسين بن قاسم ډير تصنيفات لري خير الدين زرکلي د نوموړي په مناقبو کې ليکي: د تعجب وړ خبره دا ده چې نوموړي خپل کتابونه په داسې حال کې تصنيف کړي چې د قتال په ډګرونو کې ګرځيد، لښکرې يې رهبري کولې، دښمنان يې محاصره کړي و او په هغوی يې بريدونه کول.
زموږ په نږدې تېر تاريخ کې به دا د حقاني حفظه الله ځانګړنه وي چې دغو دواړو ميدانونو ته يې کامله توجه کړې وه، حقاني صاحب که يو لور ته عظيم مجاهد و بل لور ته جيد حقپال عالم هم و، حقاني صاحب که يو لور ته زړور قائد و، بل لور ته حکيم داعي هم و، حقاني صاحب لکه څنګه چې د جهادي وسائلو په کارولو کې مهارت لاره همدغه راز ددعوت په اساليبو هم پوه و، حقاني صاحب که بصيرت لرونکي سياسي څيره وه، بل لور ته يې دتقرير او تحرير د ميدانونو ځيرک اس سوار و، حقاني صاحب که ددين د نشر لپاره مدرسې تاسيس کړي ددين دساتنې لپاره يې جهادي معسکرات هم چلولي، حقاني صاحب که يو لوري ته د جهاد سنګرونه ګرم ساتلي و، بل لور ته يې د قال الله او قال الرسول ميدانونه هم خالي نه و پريښي،که د ايثار او قربانی په ډګرونو کې يې شهادتونه، ټپونه، اتلوليانې، او سرښندنې تر لمر روښانه دي علمي نبوغ، عبقريت او خدمات يې هم له هيچا څخه پټ نه دي.
د حقاني صاحب د ژوند په بيلابيلو اړخونو به اهل قلم خپل تاثرات څرګندوي، خو په مايې دژوند دغه اړخ ډير اغيز کړی، ځکه يوڅوک چې په علم کې منهمک شي بيا ورته د جهادي ډګر پالنه مشکله وي، همدغه راز څوک چې د جهاد په ډګر کې قدم کيږدي بيا يې له علم سره علاقه ضعيفه شي او ټول پام يې نظامي چارو او جهادي امورو ته وي، او حقاني صاحب نه يوازې چې دغه دواړه ډګرونه په خپله پاللي خپل اولاد ته يې هم په دواړو ډګرونو کې کامله روزنه ورکړې او علماؤ ته د نږديکت او دهغوی د اتباع او خبرو منلو توصيې يې ورته کړي.
حقاني حفظه الله په خپل دغه کردار د سيکولرانو او بې دينانو هغه خام فکر باطل ثابت کړ چې ملا بايد دمسجد په محراب يا د مدرسې او خانقاه په حويلۍ کې محصور وي او په سياست او دژوند په چارو دې کار نلري.
حقاني صاحب ثابته کړه چې ملا او عالم چې ځان د نبي کريم صلی الله عليه وسلم وارث بولي بايد په دعوت کې يې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددعوت په څير آفاقيت او جامعيت وي، هم بايد دلمانځه امامت وکړای شي او هم د جهادي لښکرو قيادت، هم د خلکو د اخرت دسمون لپاره هغوی ته وعظ او نصيحت وکړي او هم يې ددنياوي چارو دتنظيم او اداره کولو لپاره نظام جوړ کړي ، هم په ديني مسائلو کې فتوا ورکړی شي او هم د خلکو تر منځ قضا.
حقاني صاحب جوته کړه چې عالم چې ځان د انبياؤ وارث بولي هم يې بايد دعاوې زده وي او هم نښه ويشتل، هم تسپې وګرځوي او هم دپيکا شريد، هم بايد د مستضعفانو او د الهي دين د بري لپاره ژړاوې او تضرع وکړي او هم يې د نصرت لپاره وسلې ته لاس کړي.
حقاني صاحب وښوده چې عالم چې ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارث بولي هم به د تهجدو په مصلی دريږي او هم د اس په زين، هم به دځان د اصلاح لپاره خلوت او عزلت اختياروي او هم به دنورو د اصلاح لپاره اختلاط او روابط پالي.
په لنډه ويلی شو چې حقاني صاحب په رښتيا ددوو جهادونو سالار، د حريت سمبول، د آزادی مبارز، ملي شخصيت، د افغانستان وفادار بچی، د ذات البين مصلح، ديتيمانو کفيل، د اسلام خادم، د کفر ځپونکی، د روسانو قاتل، د امريکايانو ننګوونکی، د کمونستانو ذليلونکی دالله د لارې مجاهد و، او په رښتيا ذاکر، متقي، باعمله داعي او کرامت لرونکی ستر عالم و .
د حقاني صاحب سرښندنې، اتلوليانې، جهادونه، علمي خدمات، ويناوې او تصانيف به نسلونه نسلونه دعلم او جهاد ډګرونو ته رابولي او د اسلام او مسلمانانو خدمت به يې روان ساتلی وي ان شاء الله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close