حقاني د ننګ، جنګ او جرګو سړی ؤ

 

جواد څارګر

زموږ ټولنه کې چې کله دچا دحقانیت په اړه خوله چوله کړې، مقابل جهت دستي درڅخه پوښتي: څه یې کړې دي؟
همدا چې د پردۍ ابۍ زامن یې دخپل واک لپاره جنګولي دي، او خپله دجنګ ـ جګړې له ډګره لسګونه میله لرې په مزو ـ چرچو او مجللو قصرونو کې ژوند کوي او اولادونه یې دنړۍ نامي او پرمختللیو پوهنتونو کې درسونه وایي؟!

بلې همدا مناسب معیار دی، منو یې البته که د ټولو لپاره، او دهر مشر لپاره په پام کې ونیول شي، په یقین سره درته وایم او ضمانت هم درکؤم چې آئنده مو خورا روښانه ده، خوندي ده، او د یوې ژوندۍ، پرمختللې او غښتلې ټولنې څښتنان به یو.

له بده مرغه چې اوږدو جګړو پر نورو وېرانیو او زیانونو سربېره ددې ولس افکار او اذهان هم زښت زیات ویجاړ او زیانمن کړي دي چې نتیجه کې اوس تر ډېره دغربي رسنیو په ګرفت کې دي، او هغو ظالمانو ټول معیارونه ور بدل کړي دي. هغه څوک چې ددې وطن اصیل او رښتینې بچیان دي، دبلواګرو او پردیو پر نومونو ورپېژني او هغه چې ددې ولس شتمنیو ته غله دي او په رګونو او مرۍ یې غلي دي، دوی ته دښاغلو او نازولو په صفت ورپېژني
ستر خوشال بابا هم پر خپل وخت کې د وخت د اشغالګرو (مغلو) خلاف له دغسې نادودو، په یوه بیت کې شکایت کړې ده
ارزښتونه لیلامیږي ورته ګورم
د خوشال په نوم راغلی یو مغل دی.

هغه معیارونه او مېړانه چې د یوه اتل لپاره باید انتخاب شي، د حقاني رحمه الله په ذات کې ټول موجود ؤل. د افغان په معاصر تاریخ کې یواځې حقاني دی چې له انګرېزه تر انګرېزه ددین او هېواد پر ننګ جنګېدلی دی، تکالیف یې ګاللي، در بدرۍ یې زغملي او آن له هېواد، او کلي هجرتونو ته اړ شوی دی. یعنې حقاني او کورنۍ یې دهر نېرنګ پر ضد، پر خپله خاوره او فرهنګ، ننګ او جنګ کړی دی
دلته یوه یادونه اړینه بولم؛ حقاني رحمه الله او کورنۍ یې د هر اشغالګر پر ضد د خپل ایماني او ملي مکلفیت له امله، ملا تړلې ده او ښه په نره جنګېدلي دي، اما کله چې مخالفت دداخلي نظامونو سره راغلی دی، نو ټکر ته حقانیان نه دي پاڅېدلي، بلکې مخالف جهت ددوی ځپلو پر نیت دوی پسې بسته پوځي کنډکونه لېږلی دي

حقاني رحمه الله دژوند پر هر ډګر او هر اړخ کې دکار او شمار په سړیو کې حساب او امتیازي شخصیت دی. که دماشومتوب له دورې یې درواخلئ؛ شپون ؤ، رمه یې پووله، ډانګ یې پر اوږه ؤ، مګر کتاب یې کوت کې ؤ. رمه به یې پنډه کړه، جومات ته به یې منډه کړه، رمه به یې څرځای کې ایله کړه، کتاب به یې خلاص کړ
کله چې له کوره بستر پر شاه مدرسې ته ووت، هلته هم تر ټولو زده کونکو جلا او ممتاز زده کونکی ؤ
استاد به یې ویل: خدای عزوجل جلال الدین د وړو ـ وړو کارونو لپاره نه دی پیدا کړی، که مرګي پرېښود نوم او کارنامې به یې نړۍ ته یو تاریخ شي، نن یې وینو چې تنها د نوم له هیبته یې کفري نړۍ په لړزان ده، دطاغوتي واکمنانو خوبونه یې الوځولي دي

د حقاني رحمه الله ذکاوت او په علومو برلاسي له دې اندازه کولای شو چې له دارالعلوم حقانیې فارغ شو، دوخت ستر محدث مولانا عبدالحق رحمه الله یې استعداد لیده، پرېنښود او په حقانیه کې یې د استادۍ ویاړ ور په برخه کړ، چې دا دحقاني رحمه الله په لوړ علمي استعداد دلالت کوي
معنی دا چې حقاني دژوند په هره برخه کې غوره او تر ټولو مخکې ؤ. په کارنامو یې کتابونه لیکل کېدلای شي، په یوه وړه لیکنه کې دحقاني رحمه الله اوصاف رانغاړل خوب او خیال دی

موږ چې وایو حقاني رحمه الله دجنګ، ننګ او جرګو ـ مرکو سړی ؤ؛ دا هوایي دعوه نه ده، بلکې ثابته خبره ده او عملاً یې ثابته کړې هم ده. د انګرېزانو خلاف دحقاني کورنۍ مبارزه تر لوی افغانستان منجصره نه ده، د اسلامي نړۍ دا خدای رضایي محسینان ان تر کشمیر او هند د انګرېزي استبداد خلاف غزا ته تللي دي.

دسور ښامار پر ضد دحقاني صیب هغه ویاړمنه مبارزه چې دتاریخ پاڼو رانغاړلي ده، بې مثله او بې نظیره ده. دې سړي پر خپل وجود په کراتو دغلیم ګذارونه اخیستي دي، سخت ټپونه خوړلي دي، مګر میدان یې نه دی خوشی کړی او دبریا تر ورځې، دخپلو همسنګره یارانو په منځ کې پاتې شوی دی
کله چې روسان ماتېږي، له بده مرغه جهادي رهبران د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې مشت ـ ګرېوان شي؛ دغه دوره د امتحان دوره وه، حتی د ایمانونو د امتحان دوره وه، او هر رهبر او قومندان چې د امتیازاتو د حصول په دغه دوره کې له چور ـ چپاؤ او خپلمنځي وژنو څخه ځان ساتلی دی، بلاشک او شبهه چې ایمان یې ساتلی دی

پر دغه امتحاني زمن کې چې دحالاتو توندو څپو دهوا او هوس دبندګانو له مخونو نقابونه ایسته کړه او دملت مخې ته یې په اصلي بڼه راڅرګند کړه، حقاني رحمه الله نه دا چې خپل ایمان او ځان یې خوندي وساته، او سالم پاتې شو بلکې د نورو مشرانو د ایمانونو ساتلو سوچ او فکر هم ورسره ؤ
هغه جنګیالی حقاني، هغه دسنګر مېړنی حقاني د یارانو او ارزښتونو سوچ او فکر جرګه مار کړ، داسې جرګه مار لکه ټول عمر چې یې بل کار نه وي کړی.
کله یوه رهبر ته دجنګ بس کړئ په پار دعذر ـ زارۍ لمن هوارؤه، قناعت ورکوه، کله بل رهبر ته. کله دحکمتیار او شهید منصور ترمنځ لانجه ختموه، کله د برهان الدین او ګلبدین ترمنځ، د رامنځ ته شوي جنجال لپاره دمرګ سره لوبې کوه.
حقاني رحمه الله د یوه ژبه ور قومي مشر په توګه، دمجاهدینو تر منځ د اعتماد جوړونې لپاره دومره په اخلاص او هنر کار وکړ چې ان تر احمدشاه مسعود ټولو ته منلی او دباور وړ شخصیت ؤ
دا ځکه چې حقاني رحمه الله اسلامي او ملي فکر درلود، منافقت یې نه ؤ زده او په هر عمل کې یې اخلاص موجود ؤ

موږ که دغربي میډیا خمار مات کړو او دتېرو څلور ـ پنځو لسیزو په اړه روڼ او بې پرې قضاوت وکړو؛ امکان نه لري چې تر حقاني، او حقانیانو پورته څوک ددې خاورې، ملت، او فرهنګ رښتیني اتلان ومومو
دهېواد په داخل او خارج کې د انګرېزي استعمار خلاف په غزواتو کې یې نیکونو دمېړانې مډالونه اخیستي دي
خپله حقاني رحمه الله د سور استعمار خلاف څو ځل پر خپل بدن ټپونه خوړلي دي او تل په سنګر کې پاتې شوی دی
له خپلې کورنۍ تر دېرشو زیات شهیدان لري، دڅلورو زلمیو شهیدانو پلار دی، نه بانکي حسابونه لري، نه دهېواد داخل کې بلند منزل اپارتمانونه لري، نه خارج کې مجلل قصرونه لري، نه یې دکوم زبر ځواک سره په دین او وطن سودا کړې ده، نه یې دګېري شرون دډالرو بوجیو ته ته سترګې او خوله وازه پاتې شوې، نه د ژوند سختو حالاتو له خپل فکر او مسیر څخه یوه ذره منحرف کړ، نه د تمام کفر کیمیاوي، اور غورځونکو او پرمختللو وسلو ته پر ملا خم شو؛ نو اتلواله تر دې پورته معیارونه لري؟
که ځواب “هو” وي، نو وروستیو پېړیو کې تر ده دپورته قربانیو والا موندل کېدای شي؟
که موندل کېدای شي نو څوک دی؟!
که ځواب “نا” وي نو نن دهمدغه اتل مېړه دوفات تلین دی، مزل یې منزل وګرځوئ او ترې دنېمګړو پاتې شویو اهدافو تکمیل ته یې ملاوې وتړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close