اِنّ هذا الشبل من ذاک الأسد…!!

د مرحوم حقاني د لومړی تلین په یاد کې، د دعا ترڅنګ د نوموړي په اړه څو کرښي:

خدای بخښلی حقاني رحمه الله، په رښتیا چې یو ډېرنیکمرغه قائد و، په دې پُرفِتنه زمانه کې؛ چې ډیری د حق لوی لوی مدعیان پکي وښوئیدل؛ خو دی پرحق باندې د ثابت قدمۍ په ستر الهي اعزاز ونازول شو.

له همدې ځایه ده چې نن یې مرګ او ژوند دواړه د غبطې وړ دي. حقاني رحمه الله که څه هم زموږ او ستاسو د زمانې وګړی و خو مقام یې له شک پرته، د منځنیو پیړیو د هغو نوموتو مبارزینو په قطار کې راځي، لکه صلاح الدین ایوبي، محمدبن قاسم، طارق بن زیاد او داسي نور…

چې هغوی هم سپیڅلی جهاد په یوه پاکه جذبه د اعلاء کلمة الله لپاره پیل کړی وو او ترپایه پرهمغه حالت ثابت قدم پاتی شول ترڅو چې له دنیا ولاړل، دا راز حقاني رحمه الله هم د افغانستان د جهاد په تاریخ کې د هغو ګوت شمیرو کسانو له جملې څخه دی چې په خپل سپیڅلي مسیر کې بریالی او ثابت قدم پاتي شوی.

د حقاني رحمه الله بله نیکمرغي دا ده چې د نوموړي د تاریخي شجاعت، سپیڅلتیا، او حقانیت اثرات د هغه پرخلف او صالح اولاد له ورایه ښکاري، چې کټ مټ یې د ده مرحوم نقش قدم تعقیب کړی. چې دا د مسلمانانو خصوصاٌ افغان اسلامي ولس لپاره د خوښۍ زیری دی.

د عربي ژبې يوه ډېره خوږه مقوله ده چې وايي: «هذا الشبل من ذاک الأسد» يعنې (دا ورکوټی زمری د هاغه زمري له نسله دی). دا مقوله هغه زوی ته کارول کېږي چې په مېړانې، زړورتيا او نورو ښو صفاتو کې کټ مټ د پلار په څېر وي.

همدغه مقوله په ټوله معنی د حقاني رحمه الله پر زامنو صدق کوي. لکه څنګه چې د روسانو او کمونستانو په مقابل کې حقاني رحمه الله د مخلصانه جهاد د ډګر يو بې ساری اتل وو هماغه ډول يې زامن هم د پلار په څېر د امريکايي اشغال په خلاف د جهاد د ډګر اتلان او له دين څخه د دفاع د لارې شهیدان شول.

الله تعالی ته مو دعاء ده چې د افغانستان په سپیڅلي، مسلمانه او خپلواکه خاوره کې د مرحوم حقاني نوّرَاللهُ مرقدَهُ په څیر ډېر حقاني وګړي را پیدا کړي. چې همیشه د منحوس دښمن د سترګو اغزي، د مسلمانانو ویاړ او د هغوی د زړونو تسلا وي. آمین

خدایه څومره بختور دې ها وګړي == چې یې ژوند ټول حقانيت وي هم یې مرګ په حقه لار وي

«رَحِمَهُ اللهُ رَحمَةً وَاسِعةً وَأدخِلهُ اِلی جَنّاتِ النّعِیم»

پای …….!
موسی فرهاد
2019 – ستمبر 4

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close