انسټاګرام: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ستر ګواښ

د یوه نوي تحقیق له مخې، کېدای شي انسټاګرام د امریکا د ۲۰۲۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د غلطو معلوماتو خپرېدو لپاره په ستره سرچینه بدل شي.

د نیویارک پوهنتون د سوداګرۍ او بشري حقوقو د څانګې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، اوس مهال درواغجن خبرونه د امریکا د بهرنیو دښمنانو لخوا نه، بلکې په خپله د امریکایانو لخوا خپاره کیږي.

د راپور په بنسټ، انسټاګرام دا توان لري چې د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې د غلطو معلوماتو او تبلیغاتو په اصلي منبع بدل شي. په نوي تحقیق کې انسټاګرام د نورو خواله رسنیو لکه ټویټر، یوټیوب او حتی فېسبوک په پرتله زیات اغېز غورځوونکی بلل شوی دی.

تېر کال د امریکا د انټرنیټي تحقیقاتو اژانس هم په یوه راپور کې ویلي و چې روسیې د ۲۰۱۶ز کال په ټاکنو کې د مداخلې لپاره د نورو رسنیو په پرتله له انسټاګرامه زیاته استفاده کوله.

د فېسبوک یوه ویاند CBS News ته ویلي چې انسټاګرام اوس له داسې خپلکاره سیسټمونو کار اخلي چې د مصنوعي ټکنالوژۍ په مټ کولای شي پوسټونه فیلټر کړي، په انځورونو کې دننه لیکل شوی خط ووايي او رښتیا او دروغ یې پکې تشخیص کړي. د فېسبوک د ویاند په خبره، د امریکا د ټاکنو د انسجام ساتل د فېسبوک لپاره زیات لومړیتوب لري.

انسټاګرام د فېسبوک یو انځور خپروونکی سرویس دی، چې اوس مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په ورځني حساب تر ۵۰۰ میلیونه زیات کاروونکي لري.

— سرچینه: The Hill

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close