د دوو جهادونو اتل او جهادي مشر د تلين په مناسبت

 

م فيض الهادي حقاني

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله الذي صدق وعده، و نصر عبده، و هزم الأحزاب وحده، والصلاة و السلام على إمام المهاجرين والمجاهدين، محمد و على آله و أصحابه الطيبين الطاهرين أجمعين وبعد !
تېر کال په دې شپو ورځو کې مې د دوه جهادونو د اتل او جهادي مشر الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د وفات اعلان تر سترګو شو، چې نوموړى د دې فاني دُنيا څخه د ابد په لور و کوچېد- انا لله و انا اليه راجعون –
په داسې حال کې چې د افغانستان په سر زمين دا دوه لسيزې د عالم کفر سره د افغانستان مؤمن، غيرتي او په اسلام ميـين ولس په جهاد او مقابله بوخت دى، نو که يو طرف ته ګران هېوادوال د جهادي سنګر تکليفونه او سختۍ زغمي؛ خو د بلې خوا نه يې دښمن هم د الله تعالى په نصرت د شکست او رسوايۍ په درشل ودرولى دى، آن تر دې چې دښمن په خپله د خپلې ناکامۍ اعتراف کوي او څو ورځې پس به دا کبرجن او مغرور دښمن د خپلې ناکامۍ د اعتراف سند لاسليک کړي او زموږ له ګران ټاټوبي به په ټېټو سترګو خپې سپکې کړي. ان شاء الله الرحمن.
که يو خوا د داسې عالمي کبرجن طاقت سره مقابله د جلال الدين حقاني رحمه الله غوندې تاريخ جوړوونکي مشران غواړي او د هر افغان په کور کې د غمونو هواګانې چليږي او د دارنګې مشرانو نه وجود نه جبرانيدونکې واقعات بولي.
نو مرحوم حقاني صاحب رحمه الله په جهادي ميدان کې د خپلو اولادونو، ورونو ، خپلوانو، دوستانو او شاګردانو ته يو داسې تسلي بخښونکي جماعت پرېښود چې د افغاني ټولنې او د بهرنيو هيوادونو آن تر دې چې د کبرجن دښمن ځانګړې توجه يې ځان ته راجلب کړې ده چې عبارت دى د اسلامي امارت څخه.
او بل طرف ته د دې اميدونه زيات شوي چې افغانان به نور د خپل آزاد اسلامي افغانستان خاوندان شي، د خپلو قربانيو نـتيجه به واخلي او د راتلونکي لپاره به د اسلامي امت راهنمائي وکړي.
حقاني صاحب څلور زامن د الله جل جلاله په ښکلي دین قربان کړل.
یو ځوی یې فلحال د باګرام په وحشي زندان کې دى.
یو ورور یې د روسانو سره د جهاد په دور کې په شهادت رسیدلى.
او یو خور یې د وحشي امریکایانو په بمبارد کې په شهادت رسیدلې ده.
خلاصه دا چې ټوله کورنۍ یې په یتیمانو او کونډو ډکه ده.
دغه زمري او د الله جل جلاله د دین عاشق (میئن) هېڅکله او هیڅ یو طاغوت ته سر ټیټ نه کړ په میړانه د کفرو پر وړاندې د مقابلې ميدان کې ودرېد.
د میړانې ژوند یې وکړ او په میړانه وفات شوو رحمه الله رحمة واسعة
٤ محرم الحرام ١٤٤١ هـ ق
٤ ستمبر ٢٠١٩ م

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close