د روسانو په بم،د امریکا په میزایل سوځیدلی رهبر

 

نصیب ځدراڼ

زه د مولوی جلال الدین حقاني ( رح) صاحب خوست کې وم، د امریکا د برید اول وختونه وو، د حقاني (رح) د روس د وخت همسنګر وم، د یوه ستړي کونکي او اوږده انقلاب نه ورسته دویم جنګ ته زړه کې خفه وم،د جنګ تباهي او کورنۍ،بچیان مې سترګو ته تاویدل، بل طرف ته د حقانی صیب دا پریکړه مې سترکو ته غړېدله چې د نورو پخوانیو همسنګرو غوندي د امریکایانو سره یو ځای نشو بلکې د امریکایانو سره د جنګ اعلان یې وکړ، د زړه خبرې مې خولې ته راغله ورته ومې ویل چې “حاجي صیب داسې پریکړه مو وکړه چې راتلونکي کې به موږ ته په مشکلاتو تمامه شي” هغه وویل څنګه؟ ما ویل د امریکایانو سره د جنګ اعلان چې تاسې وکړ پس له هغې په خوست او ګاونډیو ولایتونو بمبار پیل شوی، جنګ پیل شو او هیڅ پای نه لري.
حقاني(رح) صاحب راته و ویل چې
“ایمان دی کمزوری شوی زه د الله تعالی شکر اداء کوم چې زما په ژوند کې یې د دویم ځل لپاره پر ما جهاد فرض کړو”.

دا کیسه د حقاني صاحب د روس د وخت همسنګر “حاجي ذاکم ځدراڼ” کوله، چا چې د دویم ځل لپاره د مولوي جلال الدین حقاني(رح) سره یو ځای جهاد پیل کړ او ورسته یې ځوان زوی هم د امریکایانو په هوائی بمبار کې په شهادت ورسید.

دا د هغه وخت خبر ده کله چې د ایمان او غیرت امتحان روان وو، خلکو له ویرې نه قرآن کریم له کور څخه ایستلو او جوماتونو ته یې وړلو، د امریکایانو د قوت د پیاوړتیا لپاره دومره تبلیغات شوي وو چې تر حقیقت هم یو څه زیات وو، ځکه خلک د دوی له قوت څخه مغلوب شول او ډیرو خلکو چې د روس په خلاف یې ښه جهادي سابقه درلودله، ډلې ډلې د امریکایانو سره یو ځای کیدل، خو مولوی جلال الدین حقاني(رح) د ملا عمر مجاهد(رح) تر قوماندي لاندي د نورو ملګرو سره غرونو ته لاړ او جهاد یې پیل کړ، یوه ویډیو یې زما په یاد ده، چې ویل یې “موږ به په کمزوري قوت ،قوي قوت مات کړو” هلته څوک نه پوهیدل،خو د کمزوري قوت مطلب عادي اسلحه،ځمکنی ماینونه، استشهادي بریدونه او چریکي جنګ وو چې امریکایان یې ستړي او د خپل تاریخ تر ټولو اوګد جنګ ته مجبور کړل خو بری یې تر لاسه نکړ.

د مولوی جلال الدین حقاني (رح) نه یواځې خپل ذات نه الله تعالی د اسلام د حفاظت او خدمت کار واخیست بلکې بچیان،او د کورنۍ لسګونه غړي یې هم د حضرت اسماعیل(رح) غوندي د قربانۍ میدان ته حاضر کړل او عملاً یې قربانې ورکړه.

د روس په خلاف جهاد کې به مولوي جلال الدین حقاني(رح) د جنګ په لومړیو کرښو کې اوسیدو، کوم ځای ته به چې د مجاهدینو لپاره ورتګ سخت وو نو په دي وخت کی به مولوي جلال الدین حقاني(رح) په خپلو وروڼو غږ وکړ چې تاسې ورته مخکې شئ.د دوی په لیدو به نور مجاهدین زړور شول.یوه بیلګه یې د خوست د بړي غونډ فتحه وه. دخوست له فتحې وړاندی د بړي غونډ په سختو نه ماتیدونکو غونډونو کی شامل وو،چار چاپیره په ماینونو پوښلی وو، دلومړی ځل دحقاني صیب(رح) او دوه وروڼه یې حاجي خلیل او حاجي ابراهېم په ټانګونو کی دماینو په سر باندی ورتیر شول نورو مجاهدینو ته یې لاره خلاصه کړه بیا یې په څو شیبو کې د بړی غونډ فتحه کړ.

د کورنۍ د قربانۍ یوه بله بلیګه یې د بدرالدین حقاني شهادت وو،مولوی جلال الدین حقاني(رح) چې کله مریض او سپین ږیری شو، مسؤلیت یې زامنو پر غاړه واخیست، درېم زوی بدرالدین حقاني شهید چې د فدایانو د اتلسو مرکزونو امیر وو، په ډیر کم عمر کې امریکایانو ته مطلوب شو او بیا یې په ډرون په نښه کړ او شهید یې کړ، زه د هغه د شهادت په ورځو کې هلته وم، د بدرالدین بدن ټوټې ټوټې شوی وو،نو په دي وجهه په جنازه کې هم اکثر خلک نشول خبر چې بدرالدین شهید شوی، پرته له شکه دا د حقاني(رح) کورنۍ او مجاهدینو ته یو لوی ګذار وو،که یو طرف ته د فدایانو امیر وو بل طرف د مولوی جلال الدین حقاني (رح) درېم زوی وو چې په شهادت رسیدو، خو مشرانو فیصله وکړه چې د بدرالدین شهادت به پټ ساتي تر څو چې د مجاهدینو مورال کمزوری او دښمن خوشحال نشي،هلته ما ولیدل چې څنګه د دوی کورنۍ دا غم په خپلو سینو کې وساتلو، زړونه یې غمجن وو خو د مجاهدینو او عوامو سره به یې داسې مجلس کولو لکه هیڅ چې نه وي پیښ شوي، په بدرالدین حقاني شهید د بمبار خبر چې ملګرو ته راوسیدو نو دوی شهید ډاکټر نصیر الدین حقاني خبر کړ،د کورنۍ غړي یې کیسه کوي چې شهید ډاکټر صیب کور ته راغی،د کورنۍ غړي یې راټول کړل،د تسلۍ او استقامت خبرې یې ورته پیل کړي او آخر یې ورته و ویل چې “وارک” (بدرالدین) شهید شوی خو ګورئ چې خلک درڅخه خبر نه شي،همدغو ورځو کې ډاکټر نصیر الدین حقاني شهید یوې حجرې ته راغی،یو ملګری میلمه یې راغلی وو،داسې په خندا مجلس یې ورسره کولو چې هغه ملګری یې هیڅ ورباندي پوی نشو چې د ډاکټر صیب کشر ورور شهید شوی،د لوی مقصد لپاره یې په غم د صبر څادر واچولو،تر څو یې خلک خبر نه کړل چې مسؤلیت یې نورو ملګرو ته ور وسپارلو او بیا یې د بدرالدین مسؤلیت هغسې روان کړ لکه څنګه چې ده جاري ساتلی وو،د مولوي جلال الدین حقاني(رح) کورنۍ خوشحالۍ خو ونه لمانځلې غمونه یې هم ونه لمانځل او په زړو یې غمونه تیر کړل…..

د حقاني(رح) د تلین په مناسبت لیکنې ته کیناستم سوچ یوړم چې له کومه ځایه یې پیل کړم؟ د هغه چا تلین دی چې د شرقي یرغلګرو سره هم وجنګیدو تر هغو یې استقامت وکړ چې ماته یې ورکړه او د نیمایي غربي نړۍ سره هم وجنګیدو او د ماتې په درشل یې ودرول.
په هغه چا لیکنه کول آسانه خبر نه وه چې په بدن کې یې د روسانو د بمونو ټوټې هم پاتې شوې او د امریکایانو په میزایلو یې هم بدن وسوځید، هغه څوک چې ورور او ملګري یې د روسانو سره په مقابله کې شهیدان شول سپین سرې خور او څلور بچیان یې د امریکایانو سره په جنک کې شهیدان شول.

هغه څوک یو ځای داسې نشي ثابتولی چې د چوکۍ لپاره یې د خپلو مشرانو سره غداري کړې وي،د مولوی خالص(رح) سره یې د یوه قوماندان په حیث جهاد وکړ او تر آخر پوري وفادار ورسره او د ملا محمد عمر مجاهد(رح) سره یې بیعت وکړ او تر مرګه ورباندي ثابت قدم پاتي شو.

د یو چا قول دي چې د حق پیروان که ګورئ نو د باطل غشي وګورئ چې د چا په طرف دي، ډیره معقوله خبر ده، حقاني (رح) د روس په خلاف د جهاد پر مهال هم د روسانو په تور لیسټ کې وو ،ګریموف به خپل مغرور دښمن ورته ویل او د ناټو د یرغلګرو هم مطلوب دی بچیان او ورورڼه یې په تور لیست کې شامل او خپل سر سخته دوښمنان وبلل.

د حقاني صیب(رح) د ژوند یو اړخ چې تل پټ پاتي شو هغه د صلحې لپاره د مولوی صیب(رح) هڅې وي،په خپله سیمه او قوم کې د یوه قومي مشر او مصلح په حیث پیژندل کیدو،همداسې د روسانو له ماتې ورسته یې د سولې لمن هر ځای ته یوړه،څو ځایه پاټکیانو له دا موټر تر ودرول او دا ور پریښودل،سامان یې تر لوټ کړ،مولوي صیب(رح) د روس د وخت جهاد یو قوي او نامتو قوماندان وو، خو نه یې له چا څخه غچ واخیست، نه یې چا یو پاټک ولید.

د وفات نه ورسته یو سړي کیسه کوله چه دغسل پر وخت می حقاني صیب وجود ولید،په بدن یې داسې ځایونه ډیر کم چه زخم پری نه وي، ټول بدن پرهر پرهر وو، ماته حضرت خالد بن ولید(رض) رایاد شو،مولوي جلال الدین حقاني(رح) هم ټول عمر په جنګ او سنګرونو کې تیر کړ خو شهید نشو.

د ناټو سره جنګ کې مولوي جلال الدین حقاني (رح) که یو طرف ته استقامت او شجاعت ښکاره کړ بل طرف یې ډیر دردونه ولیدل،اکثر وخت یې په داسې ځای کې تیر کړ چې لمر به نه ورباندي لګید،چې مریض شو د خطرونو له وجهې روغتون یا ډاکټر ته هم نشو ورتلی،په هم دي حالت کې وفات شو، کاش دی ژوندی وی، د ماتې په درشل ولاړه ناټو به یې لیدلې وی، د هغه ارمان پوره کیدل به یې لیدلې وی، د کوم لپاره یې چې یوه لسیزه د خپلو او پردیو پیغورونه،بهتانونه او تبلیغات په ځان ومنل او په لمبو کې مزل وکړ،اوس هغه کبر جنه ناټو او امریکه د مذاکراتو په میز له طالب نه د تیښتې ادرس غواړي،کاش زموږ قهرمان نن ژوندی وی….

د ناز په خوب ویده رهبره زیری مې درباندي،
له خاورې د صلیب کډه باریږي او ته نه یې،

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close