د افغانستان انګور د لومړي ځل لپاره هند ته ورسېدل

عزم(چهار‌شنبه، ۱۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا وايي، د چابهار بندر له لارې د افغانستان انګور د لومړي ځل لپاره هند ته ورسېدل.

دی وايي، د هوايي دهلېزونو وروسته له چابهار بندر له لارې د تازه مېوو تجربه ګټوره وه او دغه لړۍ ته نوره هم وغځېږي.«له نېکه مرغه موږ دا انګور له چابهار بندر د هند ممبۍ ته ولېږل، دا ازمایښتي دوره وه، چې وګورو تازه مېوې څومره وخت کې تر ممبۍ رسېږي دا بهیر بریالی و، ځکه دا ټول یوه اوونۍ کې بشپړ شو.»

د رسا په خبره، په لومړي ځل شل ټنه انګور د څو ولایتونو وروسته له نیمروز تر زاهدان او بیا چابهار ته ورسېدل او دغه چاره ډېر ژر ترسره شوه.

نوموړی وايي، سږکال په پسرلي کې او تېرکال ژمي په موسم کې د ډېرو ورښتونو د ورېدلو له امله د هلمند او کندهار د انګورو په حاصلاتو کې له ۱۵ نه تر ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

افغان چارواکي وايي، له دې وروسته د کندهار انار، د میدان وردګو مڼې، د ځینې ولایتونو روغتیايي بوټي او ګڼ شمېر نور توکي هم د چابهار بندر له لارې به هند ته صادر شي.

د چابهار بندر د پرانیستو وروسته افغان د سوداګرۍ په برخه کې پر پاکستان خپله تکیه کمه کړې او اوس د دغه بندر له لاندې ډېر صادرات او واردات کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close