طالب چارواکی: د هیواد د سمسورتیا په موخه هر کال د میلیونونو افغانیو په ارزښت نیالګي کینوو

عزم(سه شنبه، ۱۲ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو د کرهنې او مالدارۍ د کمیسیون مشر عبداللطیف منصور چې اوسمهال د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی هم دی، په یوه مرکه کې ویلي، د هیواد د ښیرازۍ او سمسورتیا په موخه یې ځانګړي پلانونه تطبیق او ډیری یې ترکار لاندې نیولي دي.
منصور په یوځانګړې مرکه کې چې د حقیقت په نامه مجلې سره یې کړې ویلي

 «زموږ موخه دا ده، چې د جهادي فعاليتونو تر څنګ له خپلو بزګرانو وروڼو سره اوږه په اوږه د هېواد سمسورتيا کې ونډه واخلو.  زموږ له سترو خدماتو څخه د اسلامي امارت تر کنترول لاندې سيمو کې د سلطاني زمکو حفاظت او د غصب صورت کې استرداد دی.»

دغه طالب چارواکی وایی،  د هیواد ځنګلونه چې  له سترو ملي شتمنيو ګڼل کيږي، د “قطعه سبز” په نامه ځانګړې ساتونکې ډله یې ورته ټاکلې چې هغه یې د ناقانونه وهلو مخنيوی کوي.

نوموړي زیاته کړې، په همهاله توګه یې  د مثمرو ځنګلونو د حاصل‌خېزه کولو هلې ځلې هم  پیل کړې او کال په کال د هېواد د يخو او تودو سيمو د موسم په تفاوت سره نوي نيالګي کېنوي، چې په وینا یې « زموږ د ډېرې لږې بوديجې له منځه هم هر کال نېږدې د دوه ميليونه افغانيو په قيمت مثمر او زينتي نيالګي د هېواد په ګوټ ګوټ کې کېنوو.»

منصور وایي، تېر کال یې  د اقتصادي نهال شانۍ په برخه کې لس زره د بېرې بوټي د هېواد په ختيځو ولاياتو کې کرلي، ترڅو په راتلونکو کلونو کې زموږ د عسلو «شاتو» تجارت ته زمينه برابره کړي.

نوموړی زیاتوي، «زموږ ډېری د موچيو فارمران د عسلو د حاصل له پاره پاکستان ته ځي، چې له سختو تاوانونو سربېره د مسافرۍ سختۍ تېروي او د عسلو تاجران ډېری زموږ افغانان دي، چې په دې برخه کې مو خپلو امکاناتو ته په کتو دغه ځانګړی خدمت کړی دی.»

منصور ویلي چې وخت پر وخت یې له بزګرانو سره د اصلاح شوو تخمونو د مرستې تر څنګ، د کرهنيزې ټکنالوژۍ تر لاسه کولو کوښښ  کړی، همدا ډول یې  د کرهنې برخه کې مو له فعالو موسسو سره د هغوی د پلانونو په تطبيق کې پوره همغږي او همکاري کړې او کوي یې.

 

د طالبانو لخوا د نیالګیو کینولو بهیر

منصور ویلي، کمېسيون یې په ټولو هغو ولاياتو کې ډېر فعاليت لري، چې کرهنه او مالداري په کې ډېره او ترڅنګ یې هغه سیمې د دوی تر واک لاندې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close