پر ګرین ویلیج برید کې طالبانو او حکومت څه وکړل

خط اول:

پرون ورځ ماخوستن لس بجې شاوخوا په کابل کې پر ګرین ویلیج چې اکثر بهرنیان پکې میشت دي او ډیره محفوظه سیمه ده طالبانو لومړی موټربم برید وکړ چې وروسته څو تنو بریدګرو مخامخ جګړه پیل کړه.

له برید سره هم مهاله طالبانو و ویل چې برید یې په بهرنیانو کړی، ګڼ شمیر بهرنیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او هدف یې بهرنیان وو، خو بلخوا بیا د کابل ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزارت ویاندویانو داسې خبرونه ورکړل چې بهرنیان یې ژغورلي دي او برید کې افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نن سهار د کورنیو چارو وزارت معین خوشال سادات انځور د رومانیا هیواد له سفیر سره یو ځای نشر شو چې ورسره لیکلي وو د خوشال سادات په مشری افغان امنیتي ځواکونو څلور سوه بهرنیان ژغورلي دي، خو ۱۹ کسان افغانان وژل شوي او ۱۱۶ افغانان ټپیان دي.

خو بلخوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیګا په خپل ټویټر لیکلي وو چې د برید له ځایه یو تن بریدګر ملګري یې ورته ویلي دي چې د ګڼو بهرنیانو مړي ورته پراته دي او د نورو په لټه کې دي.

دا چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات روان دي او په دې وروستیو کې یو شمیر کابل میشتي فعالان او حکومت پلوي پر طالبانو پړه اچوي چې له امریکایانو سره سوله کوي او افغان ځواکونه وژني، خو بیګا شپه طالبانو پر امریکایانو برید وکړ او افغان ځواکونو د بهرنیانو لپاره ځان سپر کړ ځانونه یې مرمۍ ته سیخ خو بهرنیان یې وژغورل.

پر ګرین ویلیج یا زرغون کلي باندې طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله برید کړی وو خو دا ځل یې داسې مهال برید ترسره کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات اخري حد ته رسیدلي او بیګا خلیلزاد له طلوع سره په مرکه کې و ویل چې مسوده نهایي شوې یواځې د ټرمپ موافقه پاته ده چې وروسته له هغه به د نړیوالو پر وړاندې د دواړو لوریو له لوري لاسلیک او نهایي کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close