ګالوپ: ۹۰سلنه افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري

عزم(دوشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګالوپ نړیوال بنسټ په خپل وروستي راپور کې ویلي، ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

یاد بنسټ په وروستیو کې د افغانانو د ژواندنه د وضعیت او په هېواد کې د خوراکي توکو د مصوونیت په تړاو د خپلو څېړنې پایلې خپرې کړي دي، چې اوسنی حالت یې د اندېښنې وړ بللی دی.

ګالوپ په خپل راپور کې ویلي، په ۲۰۱۷ز کال کې دغه سلنه ۸۳ وه، خو په روان کال کې دغه سلنه ۹۰ ته پورته شوې ده.

ګالوپ ته ۵۷سلنه خلکو ویلي، په ډېرې سختۍ سره د خپل اړتیا وړ توکي برابروي.

خو د اقتصاد وزارت د ګالوپ نوې څېړنه بې‌بنسټه بللې ده او په افغانستان کې یې یوازې ۴۴سلنه خلک د خوراکي توکو د نشتوالي سره مخامخ بللي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد یونس سالک وايي، د ګالوپ نوې خپره شوې سلنه سمه ده او یوازې دغه شمېره ۴۴ سلنو ته رسېږي.

د ګډ حکومت په راتګ د بې‌کارۍ او فقر کچه لوړه شوې ده او دغه شمېره نږدې هره میاشت لوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close