یمن: سعودي الوتکو پر یوه زندان هوایي برید کې لسګونه کسان وژلي

عزم(دوشنبه، ۱۱ وږی ،۱۳۹۸)د سره صلیب نړیواله کمیټه وایی، د سعودي په مشرۍ نړیوال ایتلاف د یمن په جنوب لویدیځ د ذمار په ولایت کې پر یوه زندان هوایي برید کړی چې په پایله کې یې لسګونه تنه زندانیان وژل شوي دي.
د سره صلیب یوه چارواکي اسوشیټیډپرس ته ویلي، دغه زندان کې ۱۸۵ کسان بندیان وه، چې له ډلې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
بل پلو حوثي ملیشو چې سعودي یې پرضد جګړه کوي، ویلي، د برید پرمهال تر شپیتو۶۰ زیات کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
که څه هم په لومړیو کې سعودي وویل چې دغه بمباري دوی کړې او هدف یې د حوثیانو د تجمع یو مرکز وه؛ خو د زندان د بمباري تر رسنیز کیدو وروسته سعودي ایتلاف ویاند ترکي المالکي له دې ادعا نه واوښت او زیاته یې کړه چې پر زندان برید کې دوی هیڅ لاس نه لري.
د یادونې وړ ده چې پر یمن د سعودي ایتلاف برید کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي او لا هم دا خونړۍ جګړه روانه ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: