نادر معلومات

ابوبکر مهاجر

دنیا له رازونو او رمزونو ډکه ده. ځیني یې حل شي، تر ځینو پوري مونږ لاس رسی نه لرو او ځیني بیا په بشپړ ډول نا پيژاند پاتي شي. وروسته بیا داسي وخت راشي چې هغه ناپېژاند شیان معلوم او و څېړل شي او هغه چې یو ځل یې یوازي د شتون پخلی شوی وي په حقیقت بدل شي. دادي د دنیا له هر کونج څخه ځیني نادر حقیقتونه چې په واقعي ډول حیرانونکي دي:

• په ۱۹۴۸م کې مخکي له دې چې پاکستان خپلي اسانتیاوي ولري، د هندوستان ریزرو بانک د پاکستاني نوټونو په نامه ولایتي روپۍ جاري کړې. هغوی به د پاکستان د حکومت د نامه ټاپه پرې وهل چې وروسته یې بیا په ۱۹۴۸م کې د همدې چاپول پیل هم کړل.


• په ۲۰۱۱م کال کې یوې مېرمني چې د ایمي ډېویسن په نامه وه، د فن کارۍ یو نه ښکاره کېدونکی انځور خپور کړ چې لس زره ډالر قیمت یې درلودی. د نوموړي د احترام لپاره په میوزیم کې د هغې سره د یوه خاص ځای ژمنه وشوه چې د دې په نامه به نومول کیږي او د دې ترڅنګ د یو داسي عنوان کارډ ورسره ؤ چې د انځور د دې ټوټګۍ پوره تفصیلات پکي لیکل شوي ؤ.


• په ۲۰۰۶م کال کې یوې مېرمني د خپل ګوز د بدبویي د ورکولو لپاره په الوتکه کې د اورلګیت خاشه ووهل چې له امله یې الوتکه بېړنۍ ناستي ته اړه شوه.


• صدام حسین د یوه خیالي او احساساتي ناول لیکوال هم ؤ چې د زبیبه او پاچا په نامه یادېدی. دا ناول په ۲۰۰۰م کال کې په عراق کې نشر شو چې د هیڅ لیکوال نوم پرې نه ؤ ځکه یې خلګ د لیکوال په اړه اندېښمن ؤ چې څوک دی.


• په تایوان کې یو داسي ریسټورانټ شته چې خواړه پر نقش یا انځور شوي تشناب باندې خلګو ته وړاندې کوي.

نور بیا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close