کونړ کې د کبانو د تولید او ساتنې د مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

عزم(یکشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۸ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره یې په کونړ کې د کبانو د تولید او ساتنې د یوه مرکز د جوړولو چارې پیل کړې.

د کونړ ځايي چارواکي وايي، دغه مرکز د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړېږي، چې ۲۳میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او په کلني ډول به ۲،۲ میلیونه کبان به پکې تولید او روزل کېږي.

د کونړ د کرنې رئیس انعام الله ساپی وايي، یاده پروژه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ له‌خوا جوړېږي او زرګونه خلکو ته پکې کاري موکې هم برابرې شي.

د ساپي په خبره، دغه مرکز به د کبانو د تولید سرچینه وي او نور به نه اړ کېږو، چې له ګاونډيو هېوادونو کبان را وارد کړو.

دی وايي، د ځنګلونو بیا جوړول، د اوبو مهارول، د لرګیو او قیمتي ډبرو پروسس او ګڼو نورو برخو کې هم په راتلونکې کار کوي.

کونړ یو غرنۍ ولایت دی، چې پراخه ځنګلونه، اوبه او قیمتي ډبرې لري، خو د چارواکو د نه پاملرنې له امله یې ډېری ځنګلونه په تشو غرونو بدل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close