کابل ښاروالۍ هغه شرکت جریمه کړ چې ونې یې پریکړې وې

عزم( پنج شنبه، ۷ وږی ،۱۳۹۸)د کابل ښاروالۍ وایي، د «ان ټی سی» په نامه هغه شرکت یې جریمه کړی چې د نهمې او لسمې ناحیې د هوایي ډګر پر سړک یې د ناجور ۲۴ ونې پریکړې وې.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرگس مهمند،رسنیو ته ویلي، یاد شرکت ته یې ویلي، چې یا باید ونې خپل اصلي حالت ته وګرځوي او یا به جریمه شي.
شاروالۍ وایي، دغه شرکت غوښتل په یاده سیمه کې امنیتي کمرې ولګوي او هغه مهال یې کارکونکي پیدا کړل کله چې د دوهم ځل لپاره یې د ونو د پریکون هڅه کوله.

تازه راپورونه وایي چې د ښاروالۍ چارواکو په یوه بیړنۍ غونډه کې پر دغه شرکت ۵،۷۶ میلیونه افغانۍ جریمه لګولې ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close