عجیب معلومات

ابوبکر مهاجر

• کارګه سل کاله ژوند کوي، خو عجیبه پکي داده چې خپله نه مري، بلکي د ورپېښېدونکي خاص ډول ناروغۍ له امله ځان وژنه کوي.
• د ځمکي چینجی چې کله دوه خواوي یا له دې زیاتي شي نو هره خوا یې توان لري چې ژوند وکړي او د ورځو په تېرېدلو سره غټیږي.
• مچۍ چې کله انسان وخوري نو ورپسي سمدستي مري.
• نر ګیدړ له یوې زیاتي ګیدړي سره اړیکي نه ساتي، کله چې ګیدړه مړه شي نو نر یې همداسي پرته له بلي جوړې اختیارولو ژوند کوي خو کله چې یې نر خپله مړ شي نو ګیدړه بیا د بل نر سره واده کوي.
• د نسخې په لیکلو کې د ډاکټرانو د لاس خط هر کال اوه زره کسان وژني، لامل یې دادی چې خط یې څرګند نه وي چې له امله یې میډیکل والا د ګولۍ د ډولونو تر منځ متردد کړي او د یوه شي پر ځای یې بل ورکړی وي.
• د شتر مرغ هګۍ د ټولو حیوانانو تر هګۍ غټه ده او په یوه وخت د ۱۲ کسانو لپاره کفایت کوي.
• د هند په ممبۍ ښار کې د فضا د آلودګۍ له امله سا اخیستل د دوه نیمو قوتیو سګریټو د څکولو سره برابره ده.
• فیل چې کله خفه شي، ژاړي او کله چې یې میږی په غوږ کې دننه شي نو مري.
• لړم چې کله د اور په منځ کې ګیر شي، نو خپل ځان خپله چیچي او مري.
• د نباتاتو ځیني خاص ډولونه مړه زهر شیندي او د شاوخوا نور نباتات وژني تر څو اوبه یوازي حاصلي کړي.
• تمساح توان لري چې پوره کال له خوراک پرته ژوند وکولای شي.
• که انسان په پوره زور سره ونږي، امکان لري چې په بدن کې دې پوښتۍ ماته شي او که یې د پټولو کوشش وکړي نو کله ناکله یې په سر او مغزي کې د وینو خلیه چوي چې د مرګ سبب هم ګرځي، له دې څخه جالبه داده چې که انسان ونږي او سترګي یې خلاصي پاتي شي ممکنه ده وچوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close