د مرغۍ په شان بې پیلوټه الوتکه – انځور+ویډیو

یوه چینايي شرکت داسې کوچنۍ څارګره بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې د مرغۍ په ښان ښکاري.

دا مرغه-ډوله الوتکه تېره اوونۍ په بیجینګ کې د World Robot Conference پر مهال نندارې ته وړاندې شوه.

 الوتکې ته د Wind Rider نوم ورکړل شوی دی.

دا ډول الوتکې له تېرو څو کلونو راهیسې د چینايي پوځ او دولتي ادارو په لاس کې شته.

Image result for drone like bird

د برېتانوۍ د میرر ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرو څو کلونو کې تر ۳۰ زیاتو د چین دولتي ادارو دا ډول مرغۍ-ډوله څارګرې الوتکې د هېواد لږترلږه پنځو ولایتونو ته انتقال کړې او کار ترې اخلي.

 دا الوتکې اخیستل شوي انځورونه او ویډیوګانې خپلو کنټرول کوونکو ته رالېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close