د حضرت عمر رضي الله عنه لیک

لیکنه: احمدجبیر
څانګه: سیرت صحابه
د رومیانو سره په یوه جګړه کې د عبدالله بن حذافة رضي الله عنه په نامه یو صحابي رومیانو ژوندی ونیوی،دا خبر ابوعبیده رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه ته ورکړی او په دغه وخت کې د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر رضي الله عنه وو.
کله چې حضرت عمر رضي الله عنه خبر سو نو د عبدالله بن حذافة رضي الله عنه په اسارت ډیر غمجن سو. او ویې ویل: زما دې د رسول الله ﷺ په پاک ژوند قسم وي حتماً به هرقل ته لیک لیږم چې یا به عبدالله بن حذافة را ایله کوي او که یې زما دا غوښتنه رد کړه بیا به زه مقابلې ته له خپل ټول ځواک سره ورځم وروسته یې داسې لیک ولیکئ:
بسم الله الر حمن الرحیم*
هغه خدای ﷻ لره دي حمد وي چې نه یې میرمن او نه یې اولاد شته او د ده پر هغه نبي ﷺ دې درود وي چې له اسمانه یې تائید سوی دی د امیر المومنین عمر بن خطاب رضي الله عنه له لوري اما بعد: کله چې زما لیک در ورسیږي زما اسیر عبدالله بن حذافة سمدستي را ایله کړه،که دې دا عمل تر سره کړ زه تا ته د هدایت امید لرم او که دې د دې خبرې له منلو څخه ډډه وکړه بیا به زه خپل ځوانان در ولیږم،کوم ځوانان؟ هغه ځوانان چې د خدای ﷻ له ذکره یې نه تجارت او نه بیعه ایسار وي ،والسلام علی من اتبع الهدی وخشي عواقب الردي.
وروسته یې لیک سره ونغښتی امیر ابو عبیده رضي الله عنه ته یې واستاوو ،او دا امر یې ورته وکړ چې دا لیک هرقل ته ولیږئ.
خو د دغه لیک تر رسیدلو مخکې هرقل عبدالله بن حذافة راوغوښت، عبدالله بن حذافة وایې: زه هرقل ته ورغلم نوموړي تاج پر سر کړی وو جنرالان شاوخوا پرې راتاو وو زه چې کله د ده په وړاندې ودریدم ده راته وویل: ته څوک یې؟ ما ورته وویل زه د مسلمان یو فرد او له قریشو سره تړاو لرم.
ده راته وویل: ته ستاسو د نبي ﷺ له کورنۍ څخه یې؟ ما ورته وویل: نه زه یې له تربرونو څخه یم، ده راته وویل: ته غواړې چې زموږ ددین پیروي وکړې او زه د خپلو جنرالانو له ډلې د یوه جنرال لور درکړم او له خپلو خاصو ملګرو څخه دې وګرځوم؟ ما ورته وویل: نه زما دې د خدای ﷻ په ذات قسم وې که زه له خپل دین څخه هیڅکله بیل شم څه چې حضرت محمد ﷺ راته بیان کړي هغه مې د زړه له تله منلي دي، ده بیا راته وویل زموږ دین ومنه ډیر مال، غلامان او مینځې به درکړم.
عبدالله رضي الله عنه وایې: وروسته یې د جوهرو یوه کڅوړه راوغوښتل او راته ویې ویل: که زما په دین کې داخل شې دا به درکړم.
ما ورته وویل: قسم په الله ﷻ چې ستا او ستا د قوم ټوله شتمني راکړې که د اسلام له دین څخه واوړم ان که ستا واکمنې لا هم راپریږدي.( سبحان الله)
ده بیا راته وویل که زما دین ته رجوع ونه کړې په ډیر بد مرګ سره به دې ووژنم، ما ورته وویل: دا کار ته هیڅکله نه یم تیار که مې څه هم ټوټه ټوټه کو‌ې او په اور مې سوځې، زه له خپله دینه تیریدونکی نه یم، چې څه دې زړه وي هغه وکړه.
نوموړی وایې: زما په دې خبره سره هرقل ته ډیره غصه ورغله او راته یې ویې ویل: دې صلیب ته یوه سجده وکړه بیا به دې پریږدم ما ورته وویل: دا هم نشم کولای.
ده راته وویل: د خنزیر غوښې وخوره بیا دې خلاصوم، ما ورته وویل: سبحان الله دا کله کیدای شي، بیا یې راته وویل: د شرابو یو غړپ وکړه دهغه په بدله کې به دې خوشي کړم ،ما ورته وویل قسم په الله ﷻ که یې هیڅکله وڅښم، ده راته وویل زما دې د خپل دین په حقیقت قسم وي خو به یې په زوره درباندې وڅښم، وروسته یې زه په یوه کوټه کې بند کړم، د خنزیر غوښې او شراب یې راته کیښودل او ویې ویل: کله چې له لوږې او تندې څخه په تکلیف شې، وبه یې خورې او وبه یې څښې او له دغه وروسته یې دروازه راپسي بنده کړه.
راوي وایې: کله چې څلورمه ورځ شوه عبدالله رضي الله عنه یې راوغوښت او خپلو نوکرانو ته یې وویل: د څه فعل کړی؟ هغوی وویل: نه یې څه خوړلې او نه یې څه څښلي بلکي پر هغه حال دي.
د ده وزیر وویل: ای سرداره! دا د خپل قوم یو شریف سړی دی، ذلت نه مني که ته لده سره هرڅه وکړې، که بیا مسلمانانو زموږ پر هر مشر وس پیداکړی د ده غچ به ورڅخه واخلي.
بیا یې عبدالله راوغوښت او ورته یې وویل غوښې دې څه کړې؟ ده ورته وویل: پر خپل حال پرتې دي.
ده ورته وویل: ولې دې نه وخوړلې؟ عبدالله رضي الله عنه وویل: د الله ﷻ او د هغه د رسول ﷺ د ویرې له کبله سره لدې چې تر درې ورځو وروسته خوراک راته حلال هم وو خو ما نه غوښتل چې ملحدان راباندې خوشحاله شي.
په دې وخت کې هرقل ته د حضرت عمر رضي الله عنه لیک ورورسیدی چې کله یې لیک ولوست عبدالله رضي الله عنه ته یې ډیر مال، جامې او ملغلرې د حضرت عمر رضي الله عنه د پاره تحفه ورکړې او څو اسپکیان یې ورسره ولیږل تر څو یې د غرنیو سیمو تیر او حلب ته ورسوي،د عبدالله رضي الله عنه په راتګ حضرت عمر رضي الله عنه او مسلمانان ډیر خوشحاله شول او د شکر سجده یې وکړه.عبدالله رضي الله عنه د هرقل ټوله کیسه ورته وکړه او هغه تحفه یې حضرت عمر رضي الله عنه ته ورکړه، حضرت عمر رضي الله عنه تجارانو ته ور وړاندې کړه هغو وویل چې دا داسي جواهر دي چې موږ یې قیمت نلرو.
صحابه ؤ ورته وویل چې دا ته درسره واخله حضرت عمر رضي الله عنه وویل: لا اله الا الله محمد رسول الله که تاسو ماته دا راوبخښئ زه به هغه څوک څه کوم چې غایب دي یا د میندو په نسونو او د پلرونو په ملا و کې دي،زه ددې وس نلرم چې د دې مطالبه په ورځ د قیامت زما څخه وسي، وروسته یې ټول بیت المال ته وسپارل.
نو ای د وخت مومنو مسلمانانو که دا لیکنه په ښه فکر سره مطالعه کړئ ډیر زیات پندونه پکښي دي، لکه د عبدالله رضي الله عنه قوي ایمان،د حضرت عمر رضي الله عنه دبدبه پر کفر او دنیا سره محبت او داسي نور خو دلیکني د زیات ډیریدو په خاطر نور تاسي فکر پکښي وکړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close