ډاکتر عبدالله: د ګډوځواکونو عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د کچې زیاتوالي اندیښمن کړي یو

عزم( دوشنبه، ۴ وږی ،۱۳۹۸)د افغان _امریکایي ځواکونو له خوا پر ولسي وګړو دپراخو بمباریو، شپنیزو عملیاتو او مخامخ بریدونو چې له امله یې زرګونو هیوادوالو ژوند له لاسه ورکړ، بالاخره د ملي یووالي د حکومت داجرایه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډاکټر عبدالله غبرګون هم راوپاراوو او په دې هکله یې جدي اندیښنه څرګنده کړه.
ډاکټر عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې په جګړو کې د مُلکي مرګ ژوبلې په زیاتوالي خواشیني وښووده او اړوندو ارګانونو ته یې د دا ډول عملیاتو د مخنیوي سپارښتنه وکړه.
عبدالله وویل، :«له بده مرغه په دې وروستیو کې د عملیاتو په لړ کې مُلکي مرګ ژوبله زیاته شوې او رپوټونه د دې ښودنه کوي چې دا شمېر په تېر کال په پرتله ډېر دی او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی باید زموږ په لومړيتوب کې وي.»
نوموړي که څه هم د لومړي ځل لپاره پر ملکي مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه، خو تر څنګ یې د طالبانو له خوا د لویو لارو پر سره د چیک پوسټونو او ګمرکاتو پر زیاتوالي هم اندیښنه وښووده او زیاته یې کړه چې دا کار د خلکو امنیت له منځه وړي.
عبدالله هیله څرګنده کړه چې د طالبانو، امریکا تر منځ روان مذاکرات به بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي او هیله یې دا ده چې افغانان ژر خپل منځ کې سره جوړ شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: