د دریو اتلانو وروڼو هم سنګر او د پلار څلورم ځوی هم شهید شو

لیکوال: عاکف مهاجر

د پل عالم له پول سره د پوستې په څومترۍ کې هغه مهال تیر شولو چې د ولایت له لوري ټانګونه هم د کابل ګردیز پر لویه لار راباندې راتیر شول مونږ په سراچه ډوله موټر کې وو همداسې د غره یو اړخ ته د اونۍ سیدان لور ته رهي شولو څو دقیقې مو مزل وکړ یو پمپ مخې ته راغی موتر مو ورتاو کړ تیل مو واچول همدلته مو درې جنتي له ښکلا ډکې څهرې ولیدلې هغه څوک چې په لیدلو او ورته کتلو یې مینه نه ماتیدله جذابې څهرې یې وې انسان یې خپله مینې ته هڅولو یو یې کږه پګړۍ وهلې وه او دوه نورو یې له سر دسمالونه تاو کړي وو چانټه په غاړه او ټوپک یې پر پښو ایښي وو پوشتنه مو ترې وکړه ایوبي به چیرته پیدا کړم څو نعرې یې پرې وکړې خو دا چې هغه لرې وو غږ مو نه سره رسیدلو د هغه په نه پیدا کیدلو یې بښنه وغوښته مونږ هم ورته و ویل چې څه خبره نه ده خدای جل جلاله مو وبښه،
له څو خبرو وروسته مو ورسره خدای پامانتیا وکړه مخکې لاړو ملګري راته ویل دا د غره پر سر د لوګر ولایت د امنیت ریاست محافظتي پوسته ده چې څه وخت وړاندې طالبانو ونیوله دوی کښته نشي راکښته کیدلی دلته څلرویشت ساعته طالبان ازاد ګرځي او حکومت هیڅ رفت امد نشي کولی.
وړاندې لاړو یو جومات کې مو د مازدیګر لمونځ وکړ له لمانځه وروسته بیا روان شو چې لږ لاړو ګورو مجاهدین ولاړ دي مونږ هم ورکشته شولو چاسره مو چې کار وو د طه مولوي صیب په نوم همدلته مو پیدا کړ روغبړ مو وکړ لږ ودریدو د ماشام اذانونه یې وکړل جومات ته ننوتلو لمونځ مو وکړ له لمانځه وروسته چې له جومات رابهر شولو دوه درې نور ملګري هم ولاړ وو چې په لیدلو یې سړي ته خدای وریادیدلو او د مجاهد مینه پرې ماتیدله په دوی کې یوه خاموش سنګینه او ارام انسان د ابو لیث مستعار نوم باندې یو تن هم وو کوم چې به لیدلو یې ذهني ارام سړي ته حاصلیدلو چا چې درې تنکي وروڼه د اعلاء کلمة الله لپاره قربان کړي وو او د هغوی ټوپک یې پر ځمکه نه بلکې د یو ریښتوني وارث په توګه د غربیانو او د هغوی د زیره خورو په وړاندې راخیستی وو او خپلې اوګې ته یې اچولی وو چا چې د باګرام کرغیړن زندان هم تیر کړی وو خو عزم یې نه وو مات شوی بلکې نور یې هم له صلیبیانو سره کرکه ډیره شوې وه.
بوتل مو راواخیستل همدلته مو وڅکل لږه شیبه ولاړ وو وروسته په موټرسایکل درې نفره سپاره شولو څه شیبه مو مزل وکړ یو کور ته ورسیدلو ښه میلمه پاله او درنه کورنۍ وه ډوډی مو همدلته وخوړله وروسته بیا روان شولو د شپې ترتیب مو وکړ ابو لیث او یو بل ملګری پیاده روان شول مونږ بیا پر موټرسایکل سپاره شولو ښایسته ټوټه مزل مو وکړ یو ځای ته ورسیدو د شپې له ځای لږ لرې مو موټرسایکل ودروو او همدلته مو بند کړ غلي غلي روان شولو ډرون ګرزیدله د چورلکو غږ هم راته مخابره کې غږونه ول چې چاپه ده ملګري باید بیدار اوسئ یو کور ته ننوتلو شیبه وروسته ابو لیث او بل ملګری هم راغلل د کور والا چای راووړ چای مو وڅکلو دوی پیرې ته پورته شول مونږ ویده شولو شپه تیره شوه سهار مرکز ته لاړو چې ګورو یو شهید د مرکز په انګړ کې ایښی وو قدمونه مو اوچت کړل چې خیر کړې څوک به وي چې وروړاندې شولو یو تنکی ګلاب چې به غاړه یې د ګلونو امیل غوړیدلی وو تازه لکه چې د واده د اولې شپې غسل یې کړی وو داسې لکه غوړیدلې غوټۍ غوندې یې عطرورینو وږمو نوره ښکلا هم وربښلې وه ویل یې بیګا شپه له رینجرو سره په سرک مخ شوي وو له جګړې وروسته یو ملګری شهید شوی بل زخمي دی
همدلته دننه شولو ځایي ملګرو د ناشتې بندوبست وکړ تر څو ابو لیث او ملګری یې هم راورسیدل تر غرمې مونږ هم همدلته وو ملګري مې نصیب ځدراڼ صیب حنګ ته کړ د درې ملګرو د شهادت کیسه یې پرې وکړه او د هغوی د ژوند لیک لپاره یې څو شیبې ورسره مجلس وکړ غرمه مونږ ترې رخصت شولو همدا مو له ابو لیث سره وروستی دیدن وو خو د هغه ښایسته څهره مو تر اوسه په ذهن کې تاویږي.
نن سهار مې فیسبوک خلاص کړ چې ومو لید د هوډمن نیازي به نوم یو ملګري لیکلي وو هغه د دریو شهیدانو ورور او د پلار څلورم ځوی هم د خپلواکۍ په ارمان او د اسلامي نظام د راتګ په هیله ارمانجن شهید شو او دا ارمان یې له ځان سره یوړ.
شهید ابو لیث د پلار څلورم ځوی وو چې په شهادت ورسید او او د غربي اشغالګرو په وړاندې یې خپله مبارزه د ژوند ترپایه په میړانه ترسره کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close