زابل: طالبانو په دایچوپان ولسوالۍ کې ۳۰ عسکر وژلي دي

عزم( یکشنبه، ۳ وږی ،۱۳۹۸)راپورونه وایي، چې طالبانو بیګاه شپه د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ پر امنیتي پوستو او قرارګاوو پراخ تهاجمي بریدونه کړي چې لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
سیمیزې امنیتي سرچینې د پیښې تلفات لسګونه بولي او زیاتوي چې طالبانو سیمه کې بیساری پرمختګ هم کړی دی.

طالبانو د برید د پخلي تر څنګ ادعا کړې چې په دغه تعرضي برید کې یې د بېس اوپوستې ودانۍ تر ډېره له منځه وړې ،۳۰ تنه عسکر یې ځای پرځای وژلي، او تر شلو ۲۰ ډېر نور ژوبل دي.

طالبانو خپل لور ته هم د مرګ ژوبلې اوښتل منلي او زیاته کړې یې ده، چې په  پېښه کې یې ۵ تنه ملګري ټپیان او درې نور وژل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په همهاله توګه بیګاه شپه د یاد ولایت د دمرکز قلات اړوند دسپېنې غبرګې سیمه کې یوه قرارګاه او یوه پوسته هم د طالبانو لاس ته لویدلې چې په کې یې ۲۰ تنه پولیس وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close