کندهار کې ترافیکي پېښې ۱۸تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

عزم(شنبه، ۰۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ترافیکي پېښې ۶تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د میوند ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، پېښه نن سهار شوې ده، چې له امله یې ۱۸ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دکندهار د ترافیک پولیسو مرستیال سردار محمد ناصري وايي، یوه ټکسي موټر چې له ګرشک ولسوالۍ څخه کندهار ته پر لاره و، په میوند ولسوالۍ کې له خپل مسیر څخه اوښتی او چپه شوی دی.

دی وايي، په وژل شویو کې درې مېرمنې، دوه ماشومان او یو د پاخه عمر کس دی او په ټپیانو کې هم ماشومان، ښځې او ځوانان دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلووونکي بې‌احتیاطي یاده کړه.

د هېواد په ګڼو لویو لارو کې نږدې هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close