د اقتصاد وزیر: یوه پر درېیمه برخه بودیجه په پوځي برخه لګول کېږي

عزم(شنبه، ۰۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفي مستور وايي، د ملي بودیجې یوه پر درېیمه برخه په پوځي برخه لګول کېږي، چې د ډېرو پروژو د جوړولو مخه یې هم نیولې ده.

دی وايي، د جګړې له امله یې ډېره بودیجه پوځي برخې ته ځانګړې شوې ده او ډېری پروژې په ټپه ولاړې دي. «که‎چېرې د جګړې مسئله نه وای، دا سرچینې چې په افغانستان کې یې لرو او هغه سرچینې چې زموږ لاس ته راغلې او مصرف مو کړې، د افغانستان حالت به په ځلونو ښه وای. په اوسني وخت کې زموږ د اقتصادي او نفوس ودې ترمنځ یو ډول توازن او نه انډوالي شته.»

د مستور به خبره، د هېواد د ملي بودیجې یوه په درېیمه برخه په پوځي برخو او یوه برخه یې په بیارغونې او زیربنايي پروژو لګول کېږي.

د روان ۱۳۹۸  مالي کال ټوله بودیجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده، چې له ډلې یې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴ میلیارده یې پراختیايي برخې ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي د هېواد د اقتصادي ودې د پڅوالي لامل ناامني، اوږده جګړه، اداري فساد او د حکومت ناسمه پاملرنه په ګوته کړل.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دولتي چارواکو له لوري ډېر لګښتونه، سلګونه ساتونکي، زرهي موټر، بهرني سفرونه، اداري فساد، لوړ معاشونه او امتیازات، په بهرنیو مرستو تکیه، د کورنیو سرچینو ته کمه پاملرنه او زرګونه مشاورین د دې لامل شوی، چې ډېری پیسې په ناسمو لارو ولګېږي او حیاتي پروژو ته کمه پاملرنه وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close