پروان: بګرام کې پر امریکايي عسکرو موټر بم برید شوی

عزم(شنبه، ۰۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پر امریکايي عسکرو موټر بم برید شوی، چې له امله یې ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، بېګاه شپه ۱۱بجې د بګرام ولسوالۍ اړوند د صیادو په سیمه کې یو سرتېري بریدګر پر امریکايي عسکرو د موټر بم برید کړی، چې ګڼ بهرني عسکر یې مړه او ژوبل کړي دي.

تراوسه ناټو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېره رسنیزه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close