پر ټاکنو د څار بنسټونه: کمېسیون د رایه ورکوونکو له شمېر څخه ۱۶سلنه زیاتې پاڼې چاپ کړي

عزم(شنبه، ۰۲ وږی، ۱۳۹۸ل): پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رایه ورکوونکو له شمېر څخه ۱۶سلنه زیاتې پاڼې چاپ کړي دي، چې دغه چاره سر له اوسه په ټاکنو کې د درغلۍ وېره ډېروي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، د ټاکنو کمېسیون له خوا چاپ شوې د رایو پاڼې د رایې ورکوونکو له شمېر څخه ۱۶سلنه زیاتې دي، چې دغه چاره کولای شي، ټاکنې یو بل بحران ته ننباسي.

دی وايي، څه باندې ۹میلیونه او شپږ سوه زره رایه ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړي، خو د رایه ورکوونکو پاڼې ۱۶سلنه زیاتې چاپ شوي دي، چې په اړه باید د ټاکنو کمېسیون خپل وضاحت ورکړي.

پر ټاکنو د څار د بنسټونو سربېره ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان هم وېره لري، چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت غواړي ټاکنې په خپله ګټه وڅرخوي او د همدې لپاره یې ډېرې پاڼې چاپ کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د روان کال د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د دې احتمال هم شته، چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون وروسته ټاکنې لغوه شي او یوه لنډمهالې اداره جوړه شي.

د پخوا په پرتله ډېری افغانان له ټاکنو سوله غوره ګڼي او سږکال د تېرو کلونو په پرتله ټاکنې د سولې تر سیوري لاندې راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close