ښکلي په وطن کې

څه ځوانۍ دي رژېدلي په وطن کي
دوحشت لمبې دي بلي په وطن کي

دابارودو بدبویي پکي خوره ده
خوشبویي نه کاسنځلي په وطن کي

دبدرنګودي دواک واګي په لاس کي
دي ترخاورولاندي ښکلي په وطن کي

دپتمنوخویندي میندي وې پتو
په سروسترګوژړولي په وطن کي

جوماتونه شهیدان کنډرکنډروو
اوحجرې وې نړېدلي په وطن کي

هوته نه وې خوستانوم یې لاپه یادوو
هرسړي به یادولې په وطن کي

د!همت کوچي! سلام هغو ته وایه
چاچي ویني دې شیندلې په وطن کي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close