میدان وردګ: د واده پر مراسمو برید کې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(جمعه، ۱ وږی ۱۳۹۸): بیګا شپه د میدان وردګ په چ ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د واده پر مراسمو برید کړی دی چې پنځلس کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

سیمئیزې سرچینې وایي چې دولتي ځواکونو د چک ولسوالۍ اړوند په خلیلي کلي کې د واده په یو کور باندې توغندیز برید کړی دی.

سرچینې وایی په دغه پیشه کې د زوم وراره انجینر قدرت الله وژل شوی او د کورنۍ او نورو خپلوانو یې ټول څوارلس تنه سخت ټپیان شوی دي چې د شپږ تنو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم پر جنازو، ودونو، د خوښۍ او نورو مراسمو باندې بریدونه شوي دي او ګڼ شمیر خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د یاونې وړ دی چې په دې وروستیو کې د ولسي خلکو وژنې داسې مهال زور اخیستی چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني څه وخت وړاندې ویلي وو چې د غرب او نورې نړۍ لپاره نیابتي جګړه کوي چې د افغان ولس له کلک غبرګون سره یې دغه وینا مخ شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close