ضعیف: د طالبانو، امریکا تر موافقتنامې یوه اونۍ وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلیږي

عزم( جمعه، ۱ وږی ،۱۳۹۸)پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وایی، د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ د مذاکراتو روان بهیر خورا مهم بریښي او ډیر اټکل دا دی چې وروستی او برخلیک ټاکونکی پړاو به وي.

نوموړي طلوع نیوز ته ویلي، که موافقتنامه لاسلیک شوه په تعقیب به یې یوه اونۍ وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي چې د حکومت په ګډون به یې ټول لوري ګدونوال وي.

ضعیف زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې متن به ډېر ژر د طالبانو لخوا ملاعبدالغني برادر لاسلیک کړي او روسیه، پاکستان به د طالبانو له لوري د دغې هوکړې تضمینوونکي وي.
ضعیف دغه راز د امریکایی ولسمشر لخوا د استخباراتي حضور د پاتې کیدو ادعا بې بنسته بللې او زیاته کړې یې ده چې «د سولې له هوکړې وروسته که چېرې دوی (امریکایان) هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی استخباراتي فېزیکي وجود پاتې کیږي، چې اوس وايي پاتې کیږي او له دې وروسته چې له طالبانو سره کاملاً وتلو هوکړه کړې دا به له خبرو په شا کېدل وي خو زه په دې عقیده نه یم چې امریکا دې په شا شي.»

بل پلو متقاعد امریکايي جنرال جنرال «جک کن» ویلي، امریکا له طالبانو سره منلې چې په ۱۵ میاشتو کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او له موافقې وروسته په ۱۴۰ ورځو کې  د امریکايي پوځیانو په شمېر کې د پام وړ کمښت راشي.

د نوموړي په وینا چې د دې کار په بدل کې به طالبان  د افغان حکومت له استازو سره خبرې کوي چې پر مهال به یې اوربند او د راتلونکي نظام څرنګوالی مهم بحث وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close