ډي نیوز: طالبان د موافقتنامې لاسلیک ته بشپړ تیاری لري

 

عزم( جمعه، ۱ وږی ،۱۳۹۸)د ډي نیوز په نامه یوې بهرنۍ رسنۍ په قطر کې د طالب سرچینو له قوله چې نوم یې نه دی ښوودل شوی، راپور ورکړی چې طالبانو له امریکایانو سره د موافقتنامې د لاسلیک لپاره بشپړ تیاری نیولی او اوس د امریکایي لوري مثبت غبرګون ته په تمه دي.

د سرچینې له قوله ویل شوي، طالبانو له امریکایانو سره د ټولو مسایلو پر جزییاتو باندي خپلمنځي بحث کړی، ټول مهم مسایل حل شوي او ښايي په دې ناسته کي کوم لوی مشکل منځته رانه شي.

ډي نیوز ویلي، د طالبانو مشر ملا هبة الله اخندزاده او ملا عبدالغني برادر د سولي په اړه پر ټولو مسایلو باندي خبرې کړې او د سرچینې په وینا چې ،«زموږ ټیم کاملا چمتو دی، او د فیصلې کولو پوره صلاحیت لري. خو سوال دا دی چي ایا امریکایان به داځل هم غیر واقعي غوښتنې ولري او کنه.»
سرچینې زیاته کړې، امریکایان د خپلو سرتیرو د خروج مسئلې اعلان ته تیار دي خو په بدل کې یې له طالبانو د بشپړ اوربند غوښتنه کوي.

سرچینې ویلي،طالبانو له امریکایانو اوربند منلو ته یواځې هغو سیمو کې غاړه ایښې چې بهرني پوځیان یې تخلیه کوي، دغه راز یې په بدل کې له امریکایي لوري هم د بشپړو عملیاتو د توقف غوښتنه کړې ده.

ډي نیوز د دغې سرچینې له قوله وړاندې ویلي، امریکایانو له طالبانو سره منلې چې خپل ټول ځواکونه به د یوه کال په موده کې وباسي، خو طالبان پر ۶ میاشتو ټینګار کوي.
سرچینه زیاتوي، د توافقنامې تر لاسلیک وروسته به بیا هم طالبان مخامخ له حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي، بلکې د افغانانو له ګډ ټیم سره چې حکومت او اپوزیسیون یې غړي وي، مذاکرات پیل کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close