د جمعې تر رخصتي وروسته نن ماښام بیا طالبان او امریکایان خبرې پیلوي

عزم( جمعه، ۱ وږی ،۱۳۹۸)د طالبانو او امریکایی مرکچیانو تر منځ د مذاکراتو نهم پړاو خبرې چې تیره ورځ پیل شوې وې، د جمعې د رخصتي له امله له ځنډ سره مخ شوې او نن به دا بهیر رخصت وي.
طالبان وایی، « له ماښام څخه وروسته به د مذاکراتو جریان بیا پیل شي، د شپې تر ناوخته به خبرې روانې وي.»
دې خبرو کې د طالبانو له لوري د مذاکراتي پلاوي مشري عباس ستانکزی او د امریکایی ټیم لخوا زلمی خلیلزاد ترسره کوي چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر یې هم ملګری دی.
دواړو لوریو دغه پړاو کې د پریکړه لیک د صدور هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ډیر احتمال شته دا پړاو برخه ټاکونکی وي.

رویټرز خبري اژانس په دغه مذاکراتي بهیر کې د یوه امریکايي عالي رتبه ګډونوال له قوله وايي،«دا حیاتي خبري دي، او جزییات به په کښې فیصله شي.»

رویټرز ته یو امریکايي دیپلومات ويلي،« له طالبانو سره تر خبرو وروسته به خلیلزاد کابل ته ولاړ او د افغان حکومت مشران به د سولې د معاملې په اړه خبر کړي، او بیا به د افغانستان د جنګ د ختمولو موافقتنامه له طالبانو سره نهايي او لاسلیک کړي.»

اسوشیټید پریس خبري اژانس بیا ویلي چې خلیلزاد تر مذاکراتي بهیر پیلولو وړاندې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر آخند سره هم دوه په دوه مجلس کړی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close