د ملي امنیت شورا سرحدي ځواکونو ته: د پاکستان هر اقدام جدي ونیسئ

عزم( جمعه، ۱ وږی ،۱۳۹۸)د ګډحکومت د ملي امنیت شورا په کونړ ولایت کې میشتو سرحدي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د فرضي پولې پر سر د پاکستاني پوځیانو ټول تحرکات جدي ونیسي او په دې برخه کې هیڅ انعطاف ورته د منلو وړ نه دی.

د ملي امنیت شورا د حمدالله محب په مشرۍ تیره ورځ د پاکستاني ځواکونو لخوا د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د توغندویزو بریدونو په هکله یوه غونډه دایره کړه او د دې موضوع په هکله یې د لازمو تصمیماتو په هکله خبرې او بحثونه وکړل.
ملي امنیت شورا په دغه غونډه کې د کونړ له ټولو سرحدي قواوو غوښتي چې د پاکستاني ځواکونو تحرکات دې څاري او حکومت ته دې پر وخت مستند مالومات ورکوي.
که څه هم فکر داوو چې حکومت به د پاکستاني ځواکونو لخوا د تیرو څلور ورځو سلګونو توغندویزو بریدونو په غچ کې خپلو ځواکونو ته د متقابل غبرګون امر کوي، خو لا یې هم دا جسارت نه دی کړی او یوځل بیا یې خپلو میشتو عسکرو ته د پاکستاني توپونو د شمیرنې لارښونې کړې دي.
شلتن ولسوالۍ چې له پاکستان سره ۱۶ کیلومتره سرحد لري، تیرو څو ورځو کې ورباندې نږدې زر توغندویز بریدونه شوي چې خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه ور اړولي دي.

د کونړ سیمه ایز امنیتي چارواکي وایی، دوی ته یواځې هغه مهال د متقابل غبرګون اجازه ورکړل شوې، کله چې پاکستاني پوځیان مخامخ د دوی پر پوستو او امنیتي مراکزو بریدونه و کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close