د یوه هیواد دوه واکمنان او زامن یې

 

لیکنه: م فهیم کندهاری

افغانستان نړۍ کې هغه واحد هیواد دی، چې په یوه وخت کې دؤه واکمنان لري،دواړه پر هیواد د حاکمیت دعوه کوي، دواړه یو بل ته د غلام او مریي القاب کاروي،خو دا چې حقیقت څه دي؟ په دې هر حُر انسان پوهیږي.
د همدې واکمنانو له جملې څخه یو واکمن اشرف غني دی، چې اوسمهال د هیواد پر ۳۰ سلنه خاوره متزلزل واک لري،نوموړی له امریکا راغلی او د امریکا لخوا پر افغان ولس تپل سوی واکمن دی، چې حالاً د امریکا او ناټو ټلوالې په مرسته د کابل اداره رهبري کوي،نوموړي ته که څه هم خپل پلویان د مفکر لقب ورکوي؛ خو ده په خپله روانه واکمني کې داسې کړنې وکړې،چې یو ماشوم به یې هم ونه کړي، په نړۍ کې دوه سری حکومت شتون نلري خو افغانستان کې د نوموړي ابتکار دی چې دوه سری حکومت یې جوړ کړی،یعنې د عین او غین حکومت،نوموړی له اسلام او اسلامي تاریخه هم ډېر نابلده دی،چې افغانانو یې ډېر څه ولیدل او واورېــدل.
د نوموړي لوڼي او زامن اوس هم امریکا کې میشت دي، پرون د یؤه خبر له مخې د نوموړي زوی امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د یوه همجنس باز نوماند سلاکار ټاکل شوی دی.
د دې هیواد دویم واکمن چې د مسلمانو په خوښه ټاکل شوی امیر شیخ هبة الله صیب دی،شیخ صیب اوسمهال د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره باندې حاکمیت لري او د شریعت په رڼا کې پرې حکم چلوي، نوموړی چې له کله د مؤمنانو امیر ټاکل شوی دی؛ له همغه وخته د هیواد په نامعلوم ټاټوبي کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي او د هیواد پر ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو حکومت اداره کوي.
د شیخ صیب یوه زوی تېر کال په هلمند د هیواد د خپلواکۍ لپاره خپل سر نذرانه کړ،کله چې د نوموړي زوی فدائي معسکر ته داخل سو د معسکر مشرانو د شیخ صیب سره اړیکه ونیوله،چې زوی دې خورا د ښه استعدادونو څښتن دی،موږ نه غواړو دی له موږ سره پاته سي،دده لپاره د خدمت نور هم ډېر میدانونه شته،خو شیخ صیب ورته کړه چې زه غواړم زوی مې د دین او هیواد لپاره قرباني سي.
دا ول د افغانستان دؤه واکمنان او زامن یې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close