له طلوع نیوز سره د اشرف غني د مرکې مهم ټکي

عزم( جمعه، ۱ وږی ،۱۳۹۸)بیګاه شپه د طلوع نیوز خبري شبکې له جمهور رئیس اشرف غني سره د هیواد پر روستیو حالاتو ژوندۍ مرکه ترسره کړه، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له توند او ساړه غبرګون سره مخ شوه.
داچې طلوع نیوز په دې وروستیو کې د مالي امکاناتو په بدل کې د اشرف غني لپاره د کمپایني چینل په توګه بدل شوی، د خبریال توندو پوښتنو یې د جمهور رئیس او پلویانو غوسه څو ځله د مرکې په جریان کې راوپاروله.
که څه هم د خبریال خبرې له ستراتیژیک عمق نه خالي وې، خو جرآت او ګړندي توب یې د غني فکري ایډیالوژي وننګوله.

ځینو نورو کاروونکو د غني مرکه د هغه د تیرو ورځو کمپاین ته ستراتیژیک زیان وباله او زیاته یې کړه چې دغني اعترافات، غوسې او د ځینو پوښتنو له ځوابونو  نټه کول، د هغه فکري ملاتړو روحیه څه ناڅه کمزورې او پر نوموړي یې بې اعتماده کړه
اشرف غني د دې مرکې پر مهال له طالبانو سره د روان خبرو په هکله  توند غبرګون  وښوود او ویې ویل چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافق هیڅ حقوقي اړخ نه لري ځکه د ده به مشرۍ حکومت په کې ګډون نه لري، خو په اعترافانه توګه یې د دې پخلی وکړ چې دا تړون عملي ده.
نوموړي زیاته کړه، د مذاکراتو لپاره د ۲۵۰ کسیز لیست جوړښت رښتیا هم د واده د میلمستیا په څیر وه چې هیڅ مناسب نه وه.

هغه د طالبانو سره د مذاکره کوونکي لیست د نه اعلان لامل هم روښانه کړ او زیاته یې کړه چې «د حکومت ۱۵ کسیز مذاکراتي لیست تیار دی خو ځکه یې نه اعلانوو چې د اماراتو “ابوظبۍ” د غونډې په څیر یوځل بیا فاجعه تکرار نه شي»
د یادونې وړ ده چې یادې غونډې ته د حکومت له آدرسه سلام رحیمي د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تللی وه، چې طالبانو ورته ترپایه مجلس ته د ورتګ او لیدنې کتنې اجازه ورنه کړه.
اشرف غني دغه راز د نړیوالو مرستې بې بدیله ونه بللې او زیاته یې کړه چې « امریکا +متحدین یې مونږ ته په تحفه کې پیسې نه راکوي، مونږ د هغوی په نیابت دلته جګړه کوو د نړۍ امنیت ته خطرناک تروریستان له منځه وړو او دوی یې په بدل کې مونږ ته پیسې او مالي امکانات راکوي. »
اشرف غني وویل، اوسمهال د امنیتي ځواکونو ۲۰ سلنه لګښتونه چې ۵۰۰ میلیون ډالر کیږي له کورنیو عوایدو پرې کوي او که نړیوال ووځي هم؛ زمونږ قواوې به ونه پاشل شي.
نوموړي په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو اندازه خورا کمه وښووده او زیاته یې کړه چې هغوی یواځې ۵ کوچنۍ اډې لري که ووتل، دا مرکزونه به افغان ځواکونو ته پاتې شي.

نوموړي د دې سوال په ځواب کې چې تیرو پنځو کلونو کې شپږ د کورنیو چارو وزیران، ۵ د ملي دفاع وزیران له دندو ګوښه شول، خو په داسې حال کې چې دې موده کې تر ۹۰ زرو ډیر افغانان ووژل شول، ولې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی له دندې ګوښه نه شو، په داسې حال کې چې د ده په ریاست کې لوی موټربمونه هم کابل ته ننوتل، وویل؛ «د ستانکزي کارونه مثبت دي او د نړیوالو( امریکا) د خوښې وړ څیره ده.»
نوموړي کرزي ته په اشارې سره وویل چې زه کوم جنګسالار نه یم چې په امریکایي ټانګ سپور ارګ ته راغلی یم.
هغه وویل د ملت په رایو واک ته رسیدلی او زیاته یې کړه چې « شک مه کوئ منتخب جمهور رئیس یم جانکیري نه یم راوستلی»
اشرف غني یوځل بیا افغان حکومت خود کفایی ته رسیدونکی وباله، ویې ویلي، مونږ ته آسانه ده چې خپل عواید له ۲،۵ میلیارد ډالرو نه ۴ میلیاردو ډالرو ته ورسوو او خپل ځواک پرې وساتو.
نوموړي دغه راز وویل چې په هر قیمت وي، اصلي هدف یې د جمهوریت ساتل دي «مونږ به د امریکا په مرسته له خپل دیموکراتیک نظام څخه ساتنه کوو.»
غني یوځل بیا پرټاکنو ټینګار وکړ او ویې ویل چې که تر ګټلو وروسته ترې طالبانو د واک پریښودل وغوښتل، وبه یې نه مني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close