اکبراغا: خلیلزاد هغه څه نه وایي چې حقیقت دي

 

عزم(پنجشنبه، ۳۱ زمری ۱۳۹۸): د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا له ژوندون تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې خلیلزاد هغه څه رسنیو یا د کابل ادارې ته نه وایي کوم څه چې یې له طالبانو سره منلي دي.

نوموړی ویلي خلیلزاد وایی هوکړه به په څلورو مواردو چې د بهرنیانو وتل، له افغانستان امریکا ته نه خطر، بین الافغاني مذاکرات او اوربند دی ترسره کیږی خو په اصل کې اوربند او بین الافغاني مذاکرات د قطر په خبرو کې طالبانو سره له پامه غورزیدلي دي.

هغه ویلي چې توافقنامه به لنډ وخت کې د دواړو لوریو مخکښ غړي یا مشران لاسلیک کړی او امریکا منلې چې له طالبانو سره د اسلامي امارت په نوم هوکړه وکړی چږاو دا به د دې سبب شی چې طالبان به وتوانیږی په راتلونکي کې په اسانه سره دلته امارت اعلان کړی او د امریکا اشغال ثابت کړي.

نوموړي همدا راځ ویلي چې طالبان د اردو انحلال نه غواړي خو تعیناتو کې به یې تغیر او تبدیل ضرور راځي چې دا د حکومتونو دستور دی او دا ضرر نه دی.

اشرف غني چې تازه واکمن شو د اردو ځینې مشران یې لرې، ځینو ته یې له لس کاله وړاندې تقاعد ورکړ او پر ځای یې کشران رامخته کړل چې د تغیر او تبدیل کار د ولسمشر پر ځای آن د نوي دفاع وزیر په راتګ سره هم راځي.

اکبر اغا د طالبانو د راتلونکي په اړه وایي چې طالبان داسې حکومت غواړي چې ټول افغانان ځان پکې و ویني او د هر قشر استازي پکې شتون ولري.

نوموړي د ولسمشر د دوهم مرستیال خبرو ته په اشارې سره چې انتخابات تر سولې لومړیتوب ورته لري و ویل هغه څوک پر انتخاباتو ټینګار او د سولې وروسته والی غواړي چې جګړه کې یې څوک نه دي وژل شوي علیحده لا چوکی ورته رسیدلې او جیب ته یې هم یو شی ورځي.

هغه هغو اندیښنو ته په اشارې سره چې که امریکا له طالبانو سره هوکړه وکړي حکومت به یې ونه منی یو ځل بیا به کورنیو جګړو ته لار پیدا شي و ویل چې امریکا پر موجوده حکومت هغه څه ومنل چې هیڅ هیواد یې په خپل ملک کې نه غواړي هغه هم د امریکا یو سړي چې د بهرنیو چارو وزیر یې وو نو که امریکا وغواړی حکومت هیڅ نشي کولی او نه یې تر توان پوره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close