«د چرګانو فارمونه د افغانستان ۸۰سلنه اړتیا پوره کوي»

عزم(پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د چرګانو فارمونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي دي، چې اوس‌مهال ۸۰سلنه اړتیا د کور دننه پوره کېږي او پاتې ۲۰سلنه له ایران او پاکستان راواردېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د فارمي چرګانو په برخه کې نږدې یو بیلیون ډالر پانګونه شوې ده او نږدې ۱۰۰۰ فارمونه د چرګانو د غوښې او هګیو د تولید په برخه کې کار کوي.

په افغانستان کې د فارمي چرګانو د تولید اتحادیه وايي، په تېره میاشت کې یې ۲۹زره ټنه غوښه یې تولید کړې وه، چې ۸۰ سلنه اړتیا پوره کوي.

دوی له حکومت غوښتنه کوي، چې له بهرنیو هېوادونو د هګیو او چرګانو په واردولو بندیز ولګوي، ځکه د بهرنیو هېوادونو ډېری چرګان بې‌کیفیته دي او ګڼې ناروغۍ هم له ځانونو سره راوړي.

اوس‌مهال په ننګرهار کې د فارمي چرګانو د دانې فابریکې هم په کار پیل کړی دی، چې تر ډېره یې له بهره د دانې د واردولو اړتیا کمه کړې ده.

د کابل سربېره په ګڼو ولایتونو کې سلګونه د چرګانو د تولید فارمونه جوړ شوي، چې هره میاشت زرګونه چرګان بازار ته وړاندې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close