کرېکټ: ملي لوبډله د تمریناتو لپاره متحده عرب اماراتو ته ولاړه

عزم(پنجشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې لوبېږي، د متحده عربي اماراتو پر لوري وخوځېده چې د یاد هېواد په ابودبۍ کې به د روانې اګست میاشتې له ۲۲ نېټې تر ۲۹مې نېټې پورې تمرینات وکړي او په ۳۰مه به بنګله دېش ته ولاړه شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو ته وویل، افغان لوبډله ډېره پیاوړې او تکړه لوبډله ده، کولی شي د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي، خو هغه څه چې دوی همېشه دغې موخې ته رسولی شي؛ همغږي او ډسپلین دی.

«د ټولو لوبغاړو فزیکي جوړښت، ډسپلین او کارکردګي باید برابر وي، دغه راز باید تاسو په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولرئ چې ډسپلین هم له همغږۍ سره پوره تړاو لري، باید دغه راز درته ووایم که هر ډول ستونزې ولرئ، زه یې درته حل کوم او زما لومړیتوب به هم تاسو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کول وي.»

د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزي افغان لوبغاړو ته وویل، ټول لوبغاړي باید ډېر سخت کار وکړي ترڅو په یو-یو ټېسټ کې بریالي شي، ځکه موږ نور ډېر ځوان لوبغاړي لرو چې باید هغو ته هم نوبت ورکړو او په راتلونکي کې به زموږ لومړیتوب هم ځوان لوبغاړي وي.

د یادولو ده چې د بنګله دېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۵مه پیل او تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي او دغه راز به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۳مه پیل او تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام پیدا کړي.

ملي لوبډله دا ځل د راشدخان تر لوبډلمشرۍ لاندې سفر لري او ډېری لوبغاړي دغه لوبلړۍ ته د وړتیا پر ځای په واسطو غوره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close