عجیب معلومات

ابوبکر مهاجر

• بیزوګان جګنو ته نه نژدې کیږي، ځکه چې دوی هغه د اور بڅرکی ګڼي.
• د سپي د بدن پر ځای د هغه ژبه خوله کوي او سپی غوړي نشي هضمولی.
• فیل او آس په ولاړي هم ویدیږي.
• د کب سترسسګي ځکه خلاصي وي ځکه چې د هغه د سترګو شټران(هغه څه چې د انسان سترګي یې له پاسه لري او رپوي یې)نه لري.
• د چنګاښ غاښونه په ملا کې وي.
• په کیشپ کې سږي نه وي، نوموړي د پوستکي له لاري ساه اخلي.
• مېږی له خپل وزن څخه څلویښت کرته زیاته وزن پورته کولای شي.
• لړم تر شپږو ورځو پوري خپله سا بندولی شي. لړم په اوبو کې دننه سا نشي اخیستی نو ځکه هغه هلته خپله سا بندوي.
• څومره چې مو هم توان وي کوشش وکړئ خو دا نه شئ یادولی چې خوب مو له کوم ځای څخه پیل شو.
• نوي سلنه خلګ هغه مهال وارخطا کیږي کله چې پر موبایل یو میسج ورته راشي.
• په یوه بېرل کې تقریبا ۱۵۹ لیټره پټرول وي.
• مچۍ په یوه ثانیه کې ۳۲ ځله خپلي وزري خوځولی شي.
• د دنیا د ۲۶ هیوادونو سره سمندر نه لګیږي.
• د تیلو تر ټولو لومړی کوهي په ۱۸۵۹م کال کې د امریکا په پینسلوینیا کې وکیندل شو.
• کیشپ، مچۍ او مار کاڼه وي.
• د شهدو مچۍ په یوه ساعت کې اوه میله رفتار په هوا کې کولی شي.
• د فرعون په زمانه کې په مصر کې اونۍ لس ورځي وه.
• د دنیا تر ټولو اوږد جنګ د فرانس او برطانیې تر منځ وشو چې په ۱۳۳۸م کې پیل او په ۱۴۵۳م کې پای ته ورسېد چې ټول ټال ۱۱۵ کاله کیږي.
• په اتلسمه پېړۍ کې کیچپ د دوا په توګه استعمالېدی.
• د کارګه اوسط عمر ۵۰۰ کاله وي.
• پینګوین یو داسي حیوان دی چې تروې اوبه په خوږو بدلولای شي.
• یوه چرګه په کال کې اوسطا ۲۲۸ هګۍ اچوي.
• پیشوګاني د خپل ژوند ۶۶ سلنه په خوب کې تېروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close