د هیواد له مخکښ سیاسي مشر«فاروق اعظم»سره د عزم ځانګړې مرکه

ښاغلی فاروق اعظم صاحب ښه راغلاست!

۱_ د سولې په تړاو وروستي پرمختګونه څنګه ارزوی او دا چې په دې برخه کې کومې ننګونې لا هم پرځای پاتې دي چې باید ښکیلې غاړې ورته جدي پاملرنه وکړي؟

فاروق اعظم: د سولې په تړاو کومې خبرې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې دي هغه ښې او امید بښونکې دي او وروستی پړاو چې د بین الافغاني تفاهم او اوربند دی، هغه لاپاتې او ډیر ستونزمن دی، خصوصا د بین الافغاني تفاهم موضوع.
همدې موضوع جنجال راپیدا کړی، زه وایم چې د بین الافغاني تفاهم تعریف باید وشي، بین الافغاني تفاهم څه دی؟
آیا دا دوو ګروپو مذاکره ده «طالبان او کابل حکومت؟»
که داسې وي نو بیا خو د طالبانو هغه خبره بیځایه کیږي چې وایي مونږ له حکومت سره له دې امله خبرې نه کوو چې ګوډاګی دی او یواځې له ملت سره غږیږو.
که داسې شي بیا خو نو دلته د ملت له مطرح.
کیدو سره درې ګروپه شول، طالبان، د کابل حکومت او د خاموشه اکثریت ملت نمایندګان.
داچې که د ملت په ډله حکومت هم کیني، دا بیا د طالبانو زور ده.
ما دغه تعریف چې وکړ، ځکه، طالبان وایي له حکومت سره نه کینو نو خپله په حقیقت کې دریم ګروپ ته لار هواروي چې د هغه په منځ کې د کابل حکومت هم ناست وي.

عزم_ په دې وروستیو کې مو پرڅرګندونو جنجالي بحثونه زیات ترسترګو کیدل، لامل یې څه بولئ او ستاسو په آن خاموش اکثریت څوک او د خبرو استازیتوب یې باید څنګه اشخاص وکړي؟

اعظم_ زما دې څرګندونو جنجال راپورته کړ؛ د حکومت خلکو بده وګڼله چې مونږ ولې څوک ګوډاګیان بولي، زه وایم چې دا خو نو د طالبانو خبره ده چې بار بار یې ویلي دي او له همدې امله د بین الافغاني تفاهم غونډې هم پراخ بنسټه شوې دي.
زما پر دې څرګندونو طالب پلوي کسان هم خوابدي شوي او لامل دا بولي چې ګواکې زه وایم چې باید خاموشه اکثریت هلته نمایندګي ولري، دوی وایي چې خاموش اکثریت مونږ خپله یو، ځکه د افغانستان ډیره خاوره زمونږ په لاس کې ده، نو بل اکثریت بیا چیرې دی؟ .
دواړو لوریو په دې خبرو جنجال پورته کړی په داسې حال کې چې د دواړو پر خپلو خبرو باندې ډیر سد نه رسیږي چې خپل. اصلي موقف یې څنګه دی.
په داسې حال کې چې طالب خپله وایي چې له حکومت سره نه کینم او کابل هم خوښ دی چې د بین الافغاني تفاهم غونډو دایره پراخه شي چې د ملت استازي هم په کې ګډون ولري.
نو کله چې زه همدا تعریفوم نو دوی بیا بیرته خپلو موقفونو ته ځي یو یې ګوډاګیتوب نه مني او بل یې خاموش اکثریت .

په همدې ترتیب سره دا مسئله ځکه جنجالي شوه چې ما یې تعریف او وضاحت راپورته کړ.
دا چې بیا څه میکانیزم د اکثریت خاموش لپاره ټاکل کیږي، هغه باندې مونږ بحث کړی، میکانیزم مو جوړ دی، نو هغه که رسمي مراجع غوښتنه وکړي، ورته توضیح به یې کړو.

عزم_ د بین الافغاني خبرو نوعیت به څنګه وي، ولسمشریزې ټاکنې څنګه ارزوی اودا چې که انتخابات وشول د مذاکراتو پرمهال به نوی ولسمشر کوم حیثیت ولري؟

اعظم_ د جمهوري ریاست ټاکنې چې اتلس نوماندان ورته ولاړ دي نو، نږدې پنځلس خو یې صراحتا وایي چې تر انتخاباتو وړاندې د سولې پلویان دي.
نو انتخابات به په همداسې یوه فضا کې ترسره شي او له شک پرته چې دا ټاکنې به فاسدې او زیات مشکلات او پرابلومونه به راپیدا کړي، ډیر بُهران به راپورته کړي.
نو که امریکایان له طالبانو سره یوه موافقتنامه اعلان کړي، بیانو بین الافغاني تفاهم پورې هم اړه لري، که سم اداره شي نو کیدای شي هغوی ووایي چې د سولې کار ته ترجیح ورکوو او انتخابات دې وځنډیږي.
نو بیا یو جنجال دا هم دی چې حکومت به د بین الافغاني تفاهم غونډو کې دا ورسره ومني کنه؟
او د امریکایانو موقف چې هلته به شتون نه لري، څه وي؟
نو دا یوه جنجالي مسئله ده چې کول به یې زیات مشکلات راپیدا کړي او نه کول یې بیا کولی شي سولې ته لار پیدا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close