فیروز: هڅه کوو راتلونکو ۱۰ کلونو کې افغانان بهرته د درملنې لپاره ولاړ نه شي

عزم( سه شنبه، ۲۹زمری ،۱۳۹۸)د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رسنیو ته ویلي، دې وزارت په تیرو څو کلونو کې د طبي خدماتو په برابرولو کې خورا زیات پرمختګ کړی او ښایي راتلونکو کلونو کې دا کچه په بیسارې توګه لوړه شي.

د روغتیا وزیر چې له صدای افغان خبري شبکې سره یې خبرې کولې وویل، تیرو څلوروکلونو بهر ته د ناروغانو په سفرونو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی او دا کچه به راتلونکو کلونو کې نوره هم راولویږي
نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې افغان ناروغانو هرکال په بهر کې ۲۸۰ میلیون ډالره لګولې چې دا اندازه په تیرو څلورو کلونو ۲۱۰ میلیونو ډالرو ته راښکته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال زیاتره ناروغۍ په کوردننه تداوي کیږي چې د زړه ناروغۍ، دګردو پیوند، د مفاصلو لګول، عصبي جراحي او د ګڼو نورو ناروغیو درملنه اوس په هیواد کې هم شونې ده.

فیروز وایي، هڅې دادي چې راتلونکو لسو کلونو کې د دې فرصت برابر شي چې نور هیوادوال اړ نه شي له افغانستان نه د درملنې په موخه بهر ته ولاړ شي.

د نوموړي په خبره چې لا هم په دې برخه کې اوږده لار په مخ کې پرته ده او داچې زیاتو تحولاتو ته لاهم اړتیا ده چې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت د نورو وزارتونو په څیر دغه وزارت کې هم د پراخ اداري فساد د شتون ادعاوې شته چې له لوژیستکي وسایلو نیولې بیا د چارواکو تر عزل او نصب په یو نه یو ډول اداري فساد ترسره شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close