د مجاهد او عسکر تر منځ فرق

جبیر افغان

• د مجاهد او یو عسکر تر منځ فرق دادی چې ۹۰ سلنه عسکر د بې روزګارۍ له امله دا دنده خپلوي او ۱۰ سلنه ښایي د شوق له امله ځي. خو مجاهد سل سلنه ټول یوازي د الله تعالی د رضا لپاره وزي او جهاد کوي.

• عسکر که جنګیږي نو د وطن لپاره، هغه وطن چې هر روا او ناروا کار پکي کیږي او مجاهد چې کله جنګیږي نو یوازي او یوازي د الله تعالی د رضا لپاره جنګ کوي او مجاهد د وطن لپاره نه بلکي د زورېدلي امت او د هغوی د برم د راګرځولو لپاره خپل سر په لاس کې اخلي.

• عسکر له ۲۰ څخه تر ۴۰ زرو پوري تنخوا اخلي او کور ته یې استوي، خو مجاهد له کور څخه د تللو پر مهال مال هم د ځان سره وړي او جنګیږي.

• د عسکر مرمۍ د هغه د افسر او مشر په حکم چلیږي، خو د مجاهد د ماشین له شپیلۍ څخه مرمۍ د الله تعالی په نامه او حکم سره وزي.

• د عسکر چې کله هم زړه وغواړي د کور او مېرمني سره پر ټلیفون خبري او معلومات کوي، خو د اکثرو مجاهدینو آخري پیغام د هغوی له شهادت وروسته کورته رسیږي.

• عسکر د کنډک په حکم چلیږي، خو مجاهد د الله تعالی په حکم چلیږي.

• عسکر بیخي لږ لمونځ کوي، خو مجاهد د مرمیو په باران کې هم لمونځ نه پرېږدي.

• عسکر ته خواړه تیار راځي، خو مجاهد خواړه هم خپله پخوي.

• د عسکر کورنۍ ته د هغه له مړیني وروسته ډېر امتیاز ورکول کیږي، خو د مجاهد له شهادت وروسته یې کورنۍ ته مړۍ هم نه رسیږي.

د مجاهد رتبه بیخي زیاته او لوړه ده او د ځمکي او اسمان تر منځ فرق یې دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close