د عدلیې وزارت لس سیاسي ګوندونه ناقانونه اعلان کړل

په افغانستان کې ۱۰ سیاسي ګوندونه د معیارونو د نه پوره کولو له امله د عدلیې د وزارت لخوا وتړل شول.
د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي دي چې هغو لسو سیاسي ګوندونو نومونه يي د سیاسي ګوندونو د نوملړ څخه ایستلي چې ټاکل شوي معیارونه يي نه وو پوره کړي.
د افغانستان د عدلیې د وزارت یو تن معین سید محمد هاشمي د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته وویل چې ۱۰ سیاسي ګوندونه چې معیاریونه يي پوره کړي نه ول تړل شوي او ۲۰ نورو ته خبرداری ورکړل شوی دی .
هاشمي ویلي دي چې د هیواد د سیاسي ګوندونو د قوانینو له مخې هر سیاسي ګوند چې په رسمي فعالیت پيل کوي باید د عدلیې په وزارت کې د ثبت او راجستر نه په اعتبار سره د یو کال په دننه کې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې نماینده ګۍ پرانیزي. هر هغه سیاسي ګوند چې دا معیار پوره نکړي وبه تړل شي.
نوموړي وویل چې ۲۰ سیاسي ګوندونو لا تر اوسه پورې دا معیار پوره کړی ندی او وخت يی هم ډیر کم پاتې دی. له همدې امله دوی ته خبرداری ورکړل شوی دی .
د افغانستان د عدلیې د وزارت د معلوماتو له مخې تړل شوي سیاسي ګوندونه په لاندې ډول دي.
۱ – د افغانستان د سولې د فعالانو ګوند ، ۲ – ملي هیواد ګوند ، ۳ – د افغانستان د ملي اقوامو د سولې ګوند، ۴ – د تفاهم او ډیموکراسۍ ګوند، ۵ – د افغانستان د خلق انقلابي ګوند، ۶ – آزادګان افغانستان ګوند، ۷ – د وفاق ملي ګوند،۸ – ملي افغانستان ګوند،
۹ – د افغانستان د عدالت او ایتلاف ګوند ، ۱۰ د افغانستان د خلکو د حقوقو نه د حمایت او د کار او توسعه ګوند .
دا ګوندونه د افغانستان د عدلیې وزارت د سیاسي ګوندونو د نوملړ نه پاک شوي دي.
د ملي شورا د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون ریس زلمي زابلي هم ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د عدلیې وزارت باید هر څه ژر هغه سیاسي ګوندونه چې معیارونه يي پوره کړي ندي او د سیاسي ګوندونو حقوق ترلاسه کوي افشا کړي.
د یادولو وړ ده چې دم ګړۍ په افغانستان کې ۶۷ داسې سیاسي ګوندونه شتون لري چې د فعالیت جواز يي ترلاسه کړی خو فعالیت نلري.
د افغانستان د عدلیې د وزارت د معلوماتو له مخې هر سیاسي ګوند چې د فعالیت جواز ترلاسه کوي باید ۱۰ زره تنه غړي ولري او لږ تر لږه د یو کال په دننه کې په ۲۰ ولایتونو کې نماینده ګۍ پرانیزي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close