کرېکټ: نن افغان لوبغاړي خپلمنځي شل اوریزه لوبه کوي

عزم(دوشنبه،۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل):  ټاکل شوې نن ۹:۰۰ بجې د کابل په لوبغالي کې د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې په ویاړ د دوو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شي.

نن د زمري ۲۸مه ده، چې د خپلواکۍ د اخیستلو ۱۰۰مه کلیزه هم ده او په کابل کې د «افغان ځوانان» او «افغان اتلان» لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره کېږي.

د افغان اتلان لوبډلې مشري د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان او د افغان اتلان لوبډلمې مشري د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نائب کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دې سیالۍ موخه له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ۱۰۰مه کلیزه ښودلې ده.

د ګلبدین نائب په لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، احسان الله جنت، محمد نبي، نجیب تره‌کی، نجیب الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، شفیق الله شفق، اکرام علي‌خېل، حمید حسن، ظاهرخان، میرویس اشرف، امیر حمزه هوتک، سیداحمد شېرزاد او یمین احمدزی دي.

خو د راشدخان په لوبډله کې سمیع الله شینواری، حضرت الله ځاځی، جاوېد احمدي، رحمان الله ګُربز، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، فرید احمد ملک، دولت ځداڼ، شرف الدین اشرف، ضیاء الرحمن شریفي، ضیاءالرحمن اکبر، نوین الحق او شاه‌پور ځدراڼ لوبېږي.

ټاکل شوې د شپږیزې لیګ شل اوریزې سیالۍ به هم ډېر ژر پیل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close