غني: له جمهوري نظامه نه تیریږو، له طالبانو سره د حکمتیار په څیر سوله کوو

 

عزم( شنبه، ۲۶ زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې طالب ویاند سهیل شاهین تیره ورځ بیا خبرداری ورکړی چې د کابل حکومت د چارواکو له خوا پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار د جنګ د دوام په معنا ده، اشرف غني په تکراري ډول پر ټاکنو او جمهوري نظام بیا هم ټینګار کړی او له طالبانو سره د ده پر شرایطو سوله یې عادي چاره بللې ده.
اشرف غني  نن د لویې جرګې په خیمه کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې وویل، :«مسئله د امارت نه دی، مسئله طالبان دي، د حزب اسلامي مسئله مو په څو میاشتو کې حل کړه، د طالبانو مسئله هم سبا حل وو.»
نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان دې ټاکنې ومني دوی ورسره جوړجاړی کوي او په دیموکراتیکو اصولو ولاړ نظام یې سره کرښه ده.
په دغه ناسته کې د د دولت ساز ټيم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا وویل چې طالبانو ته به کله هم امتیاز ورنه کړي او نه دې هم هغوی دا فکر کوي.
اشرف غني داسې مهال د بیا ځل لپاره پر ټاکنو ټینګار کوي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره له روانو مذاکراتو او پرمختګونو خوښي ښوودلې او د یوه ښه توافق هیله یې څرګنده کړې ده.

طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی خپلمنځي مشورې بشپړې کړې او د مذاکراتو نهم پړاو به ډیر ژر او ډیر لنډ وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close