اشرف غني د شیر محمد عباس ستانکزي تایید وکړ!

ډاکټر طارق:
نن یو ځل بیا میدان وردګ، غزني او څو نورو سیمو کې د واشنګټن ساتنې ځواکونو د ولس مېرمنې او ماشومان تر تېغ تېر کړي، دوی چې د وژنو پر خوند عادت شوي دا ورته ناممکنه برېښي، چې د انسان له غوښو خوړلو پرته شپه تېره کړي؛ خو د واشنګټن او نیویارک ساتنې دا ځواکونه ولې ولسي وګړي په نښه کړي؟
دا پوښتنه څو ځوابونه لري:
ـ ځکه چې دوی له پیله د ولس پر ضد د ناټو ځمکني عسکر، د ناټو له لوري روزل شوي او دا ذهنیت ورکړل شوی چې څوک له تا سره نه دی، نو له طالب سرتېري سره دی.
ـ ځکه چې دوی ته وژنه مهمه ده، دا چې یو څوک ووژل شي داسې څوک چې د دوی له ډلې نه وي، زیاتې يې په اړه ډېره اندېښنه او فکر ورته مهم نه دی.
ـ ځکه چې دوی د جګړې دوام غواړي، دوی پوهېږي چې که د جګړې پر روان اور تېل ونه پاشل شي، نو یو وخت به د دوی د ټوپک شپېلۍ هم یخې شي، بیا به نو هغه مزد نه شي تر لاسه کولی چې امریکا يې اوس د دې قتلونو په بدل کې ورکوي.
ـ ځکه چې دوی د طالب سرتېرو پر وړاندې جګړه له یوې مخې بایللې، دوی پوهېږي چې هغوی نه ته په ځمکه ورتلی شي، نه دومره وخت موندلی شي، چې په نیمه شپه کې طالب سرتېری او عام وګړی سره بېل کړي.
ـ ځکه چې دوی ځان د ولس نه بولي، دوی پوهېږي چې څوک يې روزي؟ د کومې موخې لپاره يې روزي؟ ولې پیسې ورکوي؟ کومې پروژې پرې تطبیقوي.
ـ ځکه چې دوی د واشنګټن او نیویارک لپاره جګړه کوي، د هغوی لپاره مري او ان شاءالله له هغوی سره به راپورته کېږي.
دا چې څو ورځې وړاندې اشرف غني وویل چې افغان؟ ځواکونه يې د واشنګټن او نیویارک د ارامۍ لپاره د خپل ولس پر ضد ولاړ دي، نو خواله رسنیو کې يې بحثونه را وپارول داسې لکه دا چې کومه نوې خبره وي؛ په داسې حال کې د حامد کرزي، حنیف اتمر او نورو وړو او لویو نوکرانو په ګډون له ۲۰۰۱ز راهیسې همدا تکراروي چې دوی د امریکا د خوندیتوب لپاره جګړه کوي، ځکه خو يې په بدل کې د امتیازاتو غوښتنه هم کوي او پر امریکا يې احسان هم بولي، تېر کال هم د امنیت شورا په نوم بنسټ مشر محب الله محب وویل چې امریکا باید زموږ احسان ومني چې زموږ عسکر د دوی د خوندیتوب لپاره د خپل ولس پر ضد ټوپک نیولی؛ خو د اشرف غني اوسنۍ خبره تر نورو ځکه لږ ډېره وشاربل شوه چې د حکوتم سقوط پر ژۍ حالت کې ټولې سترګې همدې جګړه مارو عسکرو ته ور اوړي، دوی يې د اتلس کلنو لاسته راوړنو؟ مهمه نمونه بولي او پرلبسې تکراروي چې دا لاسته راوړنه؟ باید وساتل شي، خو عسکر چې بې له مبالغې يې اوس ټول د خواله رسنیو په مټ له سیاسي حالته خبر او د روحیې په نامه هیڅ شی ور پاتې نه دي.
همدا خبره د اسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي تېر کال وکړه، چې اوس يې اشرف غني تایید وکړ؛ ښاغلي ستانکزي له نن ټکی اسیا سره مرکه کې ویلي و، چې کله موږ د فاتح په څېر د هېواد پلازمېنې ته تشریف یوسو، نو له دې سره د امنیتي ځواکونو په نوم د جګړه مارو مېشن ختمېږي او خود به خود له منځه ځي، هغه وخت ځینو دا څرګندونې له تېرجهاد وروسته وضعیت سره ورته بللې او ټینګار يې کاوه چې دا عسکر لکه په کته کړي خره، نن امریکا ګټه ځينې اخلي سبا دې يې طالب ترې واخلي، خو له منځه دې يې نه وړي؛ خو اشرف غني واضح کړه چې رښتیا هم دا ځواکونه د امریکا د ګټو ساتنې ته را منځته شوي او کله چې امریکا له طالبانو سره په توافقاتو کې دا ډاډ تر لاسه کړي چې نور له افغان خاوري د بل چا له لوري امریکا ته ګواښ نه متوجه کېږي، نو دا ځواکونه به څه کوي؟ خامخا به له منځه ځي، ځکه چې کار، دنده او د څه لپاره چې رامنځته شوي دي هماغه علت له منځه ځي.
د دې عسکرو اوس ایله سر خلاص شو، چې کله مو په کلي کې ملا صاحب جنازه نه کوي، یا هم تر اوسه پورې راته څوک «شهید» نه وايي، یا مو هم کورنۍ پر دندو شرمېږي او کلیو کې يې اوازه ګډه کړې وي چې په ایران او پاکستان کې مزدوریو ته تللي، دوی ټول پوهېدل چې موږ د امریکا د ګټو لپاره خپل ولس وژنو، دوی پوهېږي چې حشر به يې هم له ډیویډپټرس، نیکولسن او مېلر سره وي.
یوه یادونه مهمه ده کله چې د نیویارک ساتنې ځواکونه ملکي تلفات اړوي، نو خواله رسنیو کې د غندنو په نوم اشرف غني، اسدالله خالد، عسکرو او بل بل ته نارې وهل کېږي، چې دا یو لوی سوءتفاهم دی، ځکه چې دا ځواکونه د جان بس او سکاټ مېلر تر لاس لاندې دي، د هغوی لپاره جګړه کوي او که يې کله کله په اړه ګیله کېږي هم باید همدې مشرانو ته يې وشي، دا عبدالله عبدالله، اشرف غني او نور خو یوازې مامورین دي چې د خپلو ډونرانو «مېلر او جانبس» له لوري ور سپارل شوې پروژې تطبیقوي!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close