بلوچستان: په جومات کې چاودنې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

عزم( جمعه، ۲۵زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایی چې د بلوچستان آیالت د کوټې ښار په کچلاک سیمه کې په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې او پر مهال یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر زیاتوي، چاودیدونکي په ممبر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د لمانځه پر مهال یې چاودنه وکړه.
سرچینې وایي، پیښه کې ۲۵ تنه ټپیان او ۹ تنه وژل شوي چې ټول ملکي وګړي وو.
تر اوسه د برید پړه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.
سیمې ته امنیتي کسان رسیدلي او د برید قربانیان یې روغتونونو ته انتقال کړي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close