د ټرمپ بې صبري به د افغانستان په ګټه تمامه شي

خط اول:
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې نن جمعه (د اګست په ۱۶مه) ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
سي این این ټلوېزون د چارواکو له خولې لیکلي، په دې غونډه کې به ټرمپ له خپل خارجه وزیر، د پنټاګان او سي آی اې له لوړپوړو چارواکو سره د هغه پلان / هوکړې په اړه بحث وکړي چې له طالبانو سره به په راتلونکې نږدې وخت کې لاسلیک شي. دا هغه احتمالي هوکړه ده چې ټرمپ یې د خپل پوځي فشار د سټراټيژۍ تر ناکامېدو وروسته په ډېره بې صبرۍ انتظار کوي.
که څه هم ټرمپ جګړه-پلوو سلاکارانو او چارواکو محاصره کړی، خو په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا له سرو کرښو د هغه تېرېدو ته په کتو فکر نه کیږي چې د خپلو سلاکارانو او جنرالانو غیرحقیقي وېرو ته به، چې له امله یې دا جګړه له ۱۸ کلونو راهیسې روانه ده، غوږ کښېږدي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې مهال له خپلو چارواکو سره نن غونډه کوي چې د خلیلزاد په مشرۍ د متحده ایالاتو مذاکراتي ټيم له طالبانو سره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د امنیتي تضمین د ترلاسه کولو په برخه کې تقریبا ۹۵٪ توافق کړی دی. تمه ده چې څو ورځې وروسته به پر پاتې موضوعاتو باندې د دواړو لورو مذاکرات بېرته پیل او د یوې هوکړې په اعلان سره پای ته ورسیږي.
د خپلو سلاکارانو او جنرالانو برعکس، ټرمپ هڅه کوي چې له افغانستانه ژر تر ژره پښې وباسي او په دې ډول، د ده په خبره، د امریکا د ”ناپایانه جنګونو“ ختمولو په اړه خپله وعده پوره کړي.
د ټرمپ د همدې بې صبرۍ له امله امریکايي مرکچیان له طالبانو سره په مذاکراتو کې په ډېرو مواردو کې له خپلو دریځونو پر شا شوي، چې موږ به یې دلته درې یاد کړو.
لومړی دا چې، ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په جولای میاشت کې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو د پیل په امر سره د امریکا له هغه دریځه پر شا شو چې ویل به یې طالبان باید له کابل حکومت سره مذاکرات وکړي او متحده ایالات به د منځګړي رول پکې لوبوي.
دویم او درېم دا چې، له طالبانو سره د مذاکراتو په لومړیو پړاوونو کې، امریکايي لوري ټینګار کاوه چې د بهرنیو ځواکونو د خروج او د طالبانو د امنیتي تضمین ترڅنګ باید له کابل حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو او اوربند موضوعات هم د دې دوه-لوریزو خبرو برخه شي.
خو د طالبانو د ټینګ مخالفت له امله امریکا یو ځل بیا پر شاتګ وکړ: د اوربند موضوع یې تر هوکړې وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته پرېښوده او له کابل حکومت سره د مذاکراتو په اړه یې هم د طالبانو دریځ ته ګونډه ماته کړه — چې دولتي چارواکي به په بین الافغاني غونډو کې د ځان نمایندګي کوي، نه د حکومت.
د طالبانو پر وړاندې له خپل دریځه د امریکا د درې ځله پر شا کېدو عامل همدا د ټرمپ بې صبري ده ځکه د سپینې ماڼۍ جګړه-خوښي جنرالان او سلاکاران په هیڅ صورت له افغانستانه وتلو ته لا چمتو نه دي، له خپلو غیرعقلاني دریځونو تېرېدل او د مخالف جهت (طالبانو) غوښتنې منل خو لا لیرې خبره.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close