اګست 24, 2019

غزني: د بې پیلوته الوتکې برید کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي

غزني: د بې پیلوته الوتکې برید کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي

 

عزم( جمعه، ۲۵زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایي، چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د چهانګیر بازار ته نژدې د ناوې ولسوالۍ په عمومي سړک بې پیلوټه الوتکو د ملکي وګړو پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې برید کړی او ګڼ کسان یې وژلي دي.
خبر زیاتوي، برید کې د ملکي وګړو موټر په بشپړ ډول له منځه تللی او پنځه۵ کسان چې په کې سپاره وه، ځای پرځای وژل شوي دي.
سرچینې وایي،په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته مهال د یادې ولسوالۍ د تاج کلا او تس په نامه سیمو کې هم ورته بمباري شوې چې له کبله یې یو تن ۱عام وګړی شهید او یو ۱بل ژوبل دی.

تر اوسه د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

 

Related posts