اګست 24, 2019

د ټرمپ په ګدون امریکایي مشران نن د افغان سولې په تړاو مهمه غونډه کوي

د ټرمپ په ګدون امریکایي مشران نن د افغان سولې په تړاو مهمه غونډه کوي

عزم( جمعه، ۲۵زمری ،۱۳۹۸)امریکایي رسنۍ وایی چې نن په سپینه ماڼۍ کې لوړپوړي امریکایي چارواکي د افغانستان د موضوع په تړاو سره جرګه کیږي او پر وروستیو تحولاتو پریکنده تصامیم نیسي.
د سي ان ان خبري سرچینې د راپور له مخې، ټرمپ به د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپيو او د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن سره له طالبانو سره د مذاکراتو د پایلو په هکله وغږیږي.

سرچینه وایي، په دې مجلس کې به د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي هم ګډون ولري.
د سي ان ان د راپور له مخې، هیلې زیاتې دا دي چې ټرمپ به له افغانستانه د اوو ۷ زرو امریکايي عسکرو د را ایستلو اعلان وکړي

Related posts