اګست 24, 2019

اشرف غني له طالبانو سر د مخالفت اصلي لامل په ډاګه کړ

اشرف غني له طالبانو سر د مخالفت اصلي لامل په ډاګه کړ

عزم(پنج شنبه، ۲۴زمری ،۱۳۹۸)په داسې حال کې چې د ګډحکومت پر مشرتابه نیوکې دي چې ګواکې د سولې په بهیر کې خنډونه جوړوي او د سروکرښو د زیاتوالي په ګډون له هرې ممکنه لارې هڅه کوي څو دا بهیر شنډ او پڅ کړي.
که څه هم دې بهیر ته د اشرف غني د خنډ زیاتولو لاملونه مختلف ارزیابي کیدل، دواک د زوال، د دیموکراتیکو ارزښتونو له لاسه ورکول، د بشپړ اسلامي نظام حاکمیت او…. خو تازه نن د دې ټولو ګنګوسو لپاره په خپله جمهور رئیس غني په ارګ کې د خپل مخالفت لوی دلیل په ډاګه کړی دی.
اشرف غني نن په ارګ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په یوه ځانګړې غونډه کې چې د « نیمګړي څپرکي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل، «له دې امله د طالبانو راتګ ته خوښ نه دی چې افغانستان به ورسره شاتګ وکړي»

نوموړي ویلي، د طالبانو بېرته راتګ به په دې معنی وي چې افغانستان بېرته په شا تګ کوي او تر لاسه شوي دیموکراتیک ارزښتونه به نړیږي.
غني چې ظاهراً منځلاري اسلام یا «سیکولریزم» ته اشاره وه وویل، امان الله خان په لویدیځ لباس ټینګار کاوو، خو نه؛ آزادي او عصري توب په جامو نه، په فکر راځي او مونږ باید فکري آزادي ولرو.

د شنونکو په باور  د کابل ادارې چارواکو ته د روانې خونړۍ جګړې تر پای ته رسولو دا زیات اهمیت لري، ترڅو له هغه څه نه په ټول توان  دفاع وکړي چې تیرو اتلسو کلونو کې یې ترلاسه کړي وو.

د شنونکو په وینا، لا هم د ښځو آزادي، اساسي قانون کې بدلونونه، انتخابات، د امنیتي ادارو اصلاح، د بیان ازادي او په ټوله کې دیموکراتیک ارزښتونه چې باید د طالبانو په ګډون ټول افغانان پرې خبرې وکړي، حکومت ته سرې کرښه بریښي او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنیانو پر پاتی کیدو د ټینګار ترڅنګ  لا نورې جګړې ته تیاری نیسي.

اشر ف غني په ننۍ ناسته کې یوځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ټیم یې هرو مرو ټاکنې غواړي او نړیوال دې یې ملاتړ وکړي.

Related posts