اګست 24, 2019

د ولسمشرۍ نوماند:اختر کې د«اسلامي امارت» لخوا نا اعلان شوی یو اړخیزه اوربند ستایو

د ولسمشرۍ نوماند:اختر کې د«اسلامي امارت» لخوا نا اعلان شوی یو اړخیزه اوربند ستایو

 

عزم(پنج شنبه، ۲۴زمری ،۱۳۹۸)ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند سیدنورالله جلیلي، په یوه لیکلي پیغام کې له طالب مشرتابه مننه کړې چې په اختریزو ورځو شپو کې یې جګړې درولې وې.

نوموړي د طالبانو تحریک «اسلامي امارت» بللی او د مشر نوم یې «عالیقدر زعیم امیرالموُمنین شیخ الحدیث هِبة الله» یاد کړی او ویلي یې دي چې،

«د کومو خلکو ژوند چه ددي اختر په جریان کي له مرګ څخه وژغورل شو د الله تعالي ج د رحمت او ستاسي د معقولو، اسلامي او غریب پاله تګلارو محصول او نتیجه ده. حقیقت دي چه په دي کار سره مو د خلکو په زړونو کي خپل ځای لاپسي ټینګ کړ»

نورالله جلیلي   د وطن مور په ټولنه کې د خپلو انتخاباتي ملګرو په استازیتوب له طالب مشرتابه نه مننه کړې او دهغوی دا اقدام یې ستایلی دی.

د یادونې وړ ده چې که څه هم طالبان هر کال د اختریزو ورځو شپو پرمهال د نا اعلان شوي اوربند له مخې پر افغان ځواکونو بریدونه نه کوي، خو افغان او امریکایي ځواکونه بیا په دې ورځو کې خپل ټول زور کاروي تر څو له موقع څخه په استفادې د طالبانو د پرمختګونو مخه ډب کړي.

که څه هم د تیر کوچني اختر په ورځو ،شپو کې لسګونه بیګناه افغانان د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول، خو دې اختر کې هم په ورته هدفي شپنیزو چاپو، بمباریو او مخامخ بریدونو کې په پکتیا، لوګر، میدان وردګو او ځینو نورو ولایتونو کې دا کړنه تکرار او پرمهال یې نږدې شل ۲۰ تنه بیګناه هیوادوال ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې کابل کې د سیاسي څیرو په خوله د طالبانو د مشرانو او تحریک ښه یادونه کیږي، تر دې وړاندې هم ګڼو سیاسي مشرانو طالب مشران د یوه خپلواک بهیر په توګه یاد کړي هغه څه چې دی چې دحکومت په ګډون ډیرو لوریو ته دا ډول څرګندونې جرمې کړنې بریښي

Related posts